ولې پرجمعه خان همدرد برید؟ لیکنه: ارشاد رغاند

د جمعې پرورځ د پکتیا د  والي او د حزب اسلامي د  پخواني مشهور قومندان جمعه خان همدرد درې ساتونکي د بلخ د پولیسو په ډزو ووژل شول او څلور نورټپيان شول.

دغه شمېره خپله ښاغلي همدرد له رسنیو سره په خبرو کې ورکړې،خو د بلخ پولیسو د هغه د دوو پولیسو د مرګ ژوبلې تایید کړی دی.

 ښاغلي همدرد زیاته کړې،چې دی په لسو بجو له مزارشریف څخه د کابل پر لور روان و،چې د بلخ د بندر په سیمه کې پولیسو پرې ډزې کړي او بیا یې له ساتونکو سره د پولیسو نښته شوې ده.

  همدرد ویلي،دې نښتې کابو  دوه ساعت دوام وکړ، چې د ده درې ساتوونکي ووژل شول او څلور نور ټپيان دي

  د بلخ د امنیې قومندانۍ یوه چارواکي تایید کړې،چې د همدرد د ساتونکو او د بلخ د پولیسو ترمنځ نښته شوې،خو ویلي یې دي چې د نښتې په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

د تېرو اړیکو خړپړتیا

د پکتیا والي د دغې نښتې د پردې شاته عواملو باندې نه دی غږیدلی،خو ویلي یې دي،چې په یاده سیمه کې پولیسو مخکې هم بد چلند ورسره کاوه.

د پکتیا د والي د اړیکو او کار سابقې ته که وکتل شي،په شمال کې د اوسني حکومت د پیل په لومړیو کې له څوناندریزو مخکښو څېرو څخه یو هم دی و.

په دغه وخت کې د ښاغلي همدرد،ښاغلي عطامحمد نور او ښاغلي جنرال دوستم ترمنځ څو ځلې د ځینو اختلافاتو له کبله دوه اړخیزې وسله والې نښتې شوې وې.

په اوس وخت کې د دغو اړیکو بڼه که وکتل شي،د ښاغلي همدرد او ښاغلي دوستم ترمنځ ستونزه د ولسمشرۍ نوماند ډاکټراشرف غني احمدزي په منځګړتوب حل شوې او دواړه د دغه نوماند په ټاکنیزو هڅو کې اوږه په اوږه ګډ فعالیت کوونکي وو.

په ورته وخت کې د بلخ والي ښاغلی عطامحمد نور د ښاغلي غني په مخالف ولسمشریز ټاکنیزټیم (اصلاحاتواو همپالنه)کې د ښاغلي ډاکټرعبدالله په مشرۍ له مخکښو پلویانو او کمپاین کوونکیو څخه و.

د اړیکو دې ماضي ته په کتو سره اندیښنه پیدا کیږي،چې په ډېرګومان یاده پېښه له دغې ماضي څخه سرچینه واخلي او ښاغلی عطامحمد نور پکې د بلخ د ټولواک او حتی په یاغي لقب شوي والي په توګه دا پېښه د ښاغلي همدرد د وژلو لپاره تنظیمه کړې وي.

د شک څو دلایل

دا شک او اندیښنه لومړی له دې کبله ډېر رامنځته کیږي،چې د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنیزټيم د دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو د قسمي او رسمي پایلو له اعلان څخه وړاندې په دغه پړاو کې د درغلیو له ادعا سره د ښاغلي اشرف غني په مشرۍ د بدلون او دوام ټاکنیز ټیم په پراخو درغلیو تورن کړی او له ټاکنیزو کمیسونونو سره یې خپلې اړیکې پرې کړي.

دغه ټیم دغه راز په مختلفو بڼو په هېواد کې د ناورین رامنځته کیدو اوازې هم اچولي او ځان یې د دغې ګډودۍ د رامنځته کولو لېواله او عملي کوونکې ښودلې.

په دې حال کې څه چې اصلاحاتو او همپالنې ټيم او په ځانګړي ډول ښاغلي عطامحمد نور ته ډېرځورونکي وو،په بلخ کې چې د دې ټيم د نفوذ یوه خورا مهمه سیمه ګڼل کیده،تر توقع لوړه د ښاغلي غني په هڅو د رایو کاریدل دي.

د دې رایو د ګټلو سبب ترډېره دا ښودل کیږي،چې ښاغلي همدرد  بدلون او دوام ټیم په ګټه پراخ او اغېزناک کمپاین درلود.

د ښاغلي عطامحمد نور په اړه له دې اړخه شک کیدای شي،چې په بلخ کې د یوه لویه برخه رایو د بایللو په غبرګون کې یې د ښاغلي همدرد خلاف د وسله وال او مرګوني عمل امر کړی وي.

دا شک له دې څخه قوت اخیستی شي،چې لا له وړاندې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه د اصلاحاتو او همپالنې ټيم په پلوۍ تورن شوي وو او دغه ټيم هم ویلي وو،چې که واک ته ورسیږي،د دغو وزارتونو اوسني وزیران به پرخپلو دندو وساتي.

د پکتیا پروالي جمعه خان همدرد د برید دغه هڅه د هېواد په اوسنیو شرایطو کې له خطره ډکه مسئله ده.

افغان حکومت او په ځانګړي ډول د کورنیوچارو وزارت مسول دی،چې په جدي او غعاجل ډول دا موضوع وڅېړي او پرضد یې لازم قانوني ګامونه له کوم مصلحت پرته واخلي.

که داسې ونه شي،کیدای شي دغسې مرموزې،پارونکې او خطرزېږونکې پېښې زیاتې شي،چې پایلې به یې د ټول هېواد په تاوان وي.