ولې پر ملکي اهدافو بریدونه ډېر شوي؟

لیکوال : سمیع عزیزي

تر دې وروسته چې د ولسمشر غني په رهبریت او مشرۍ د سولې لپاره هڅې تر هر بل وخت ډېرې چټکې شوې، همهماله سولې ته د ولس هیلې هم اوچتې شوې. حکومت طالبانو او په افغانستان کې جنګېدونکو ډلو ته ټول هغه شرایط برابر کړل چې دوی ( طالبان) د جګړې د دوام لپاره پلمه بلله. همدا شرایط او د سولې په لار کې  د حکومت هر اړخیز اقدامات د دې لامل شول چې لویدیځه او اسلامي نړۍ د حکومت له دریځ څخه کلک ملاتړ څرګند کړي.  د افغان سولې له بهیر څخه د اسلامي نړۍ هېوادونو غوڅ ملاتړ او د جګړې پرضد په کوردننه د شاوخوا درې زره دیني عالمانو فتوا، په افغانستان کې له روانې جګړې څخه په بشپړه توګه مشروعیت  واخیست. دا چاره د دې سبب شوه چې له یوې خوا پر طالبانو او د هغوی پر ملاتړو فشارونه ډېر شي، او له بلې خوا، د طالبانو جګړییزې لیکې په بې سارې توګه کمزورې او ګڼ شمېر طالب جنګیالي وسلې پر ځمکه کیږدي.

له کوچني اختر را وروسته چې جمهور رییس غني‌ په یوه بې ساري اقدام کې له وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان کړ، په جګړه کې ژور بدلون محسوس شو . د تېر او وړم کال په پرتله د هېواد په ګڼو ولایتونو کې امنیتي وضعیت د قناعت وړ دی او د طالبانو جګړییز تحرکات د پخوا په پرتله د پآم وړ کم شوي، آن تر دې چې د طالبانو مشرتابه او د پاکستان استخباراتي شبکې يي تصور هم نه کاوه. د رسنیو له لارې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې په اختر کې د اوربند د دوام پر سر د طالب مشرانو ترمنځ اختلافونه هم رامنځ ته شوي او دې چارې په طالبانو کې د فکري اختلافونو یوه نوي فصل ته لار پرانیستې. بېلګه یي دا وه چې د طالبانو له رسمي چینلونو داسې راپورونه خپاره شول هغه طالب جنګیالي چې په لویو ښارونو کې يي د اوربند په تړاو د  خوښۍ په جشنونو کې ګډون کړی، باید مجازات شي. دې حرکتونو د طالبانو په رهبرۍ کې داسې وېره خوره کړه چې د سرباز نیونې د جلب او جذب پروسه به په ټپه ودریږي او ورسره به یي د تحرکاتو ګراف هم را ټیټ شي.

له دې وروسته استخباراتي شبکې چې د افغانستان د جګړي رهبري کوي د یوه نوي جګړه ييز تاکتیک په فکر شوې. له دې تاکتیکونو څخه یو يي ‌په لویو ښارونو کې د ویرې خورول دي چې له دې له لارې د خلکو او حکومت ترمنځ د سولې پر پروسه بې باوري رامنځ‌ ته کړي. بېلګې يي د ننګرهار په ښار کې په پرلپسې توګه د ملکي خدماتي ادارو په نښه کول دي چې په هېڅ ډول نظامي‌ اهداف نلري. له دې ور هاخوا په فراه کې پر عام سړک د ماینونو خښول دي، چې  له امله يي ملکي مسافر په نښه شول. دا او دې ته ورته نور اعمال د دې ښکارندويي کوي چې طالبان د جګړې په ډګر کې د وسیع فعالیت وس او توان له لاسه ورکړی او اوس له دې له لارې غواړي چې وضعیت نازک ښکاره کړي.

د افغانستان  شاوخوا پنځلس کلنې جګړې پر میلیونونه بېګناه وګړو لمن غوړولې او دا لړۍ تر ننه دوام لري، په دې جګړه کې نه په جومات کې ممبر خوندي پاتې شو او نه د روغتون په بستر کې ناروغ. دښمن په پوره بې رحمۍ سره د خلکو وژلو ته لاستوڼي را بډ وهلي او په بېلابېلو پلمو د بې ګناه خلکو په وژلو سره او عام قتل سره د بهرنیو استخباراتي شبکو خپرونې تطبیقوي.

پایله

سوله د یوې ټولنې او ولس  لپآره تر بل هر څه لومړیتوب لري، له سولې پرته د هر ډول پرمختګ تمه یوازې یو خیال کېدای شي چې رسېدل ورته ناشونې دي. په همدې توګه د سولې لپاره د حکومت ورستي اقدمات د ولس له پراخ او هر اړخیز ملاتړ څخه برخمن دي او په دې برخه کې ولس وښوده چې د نظام تر شاه ولاړ دی. اوس په کار ده چې د سولې او امن پر لور، دواړه نظام او ولس؛ روان کاروان تر مقصود منزل پورې ورسوي او په ګډه د دښمن د غیرانساني کړنو د مخنیوي لپاره پوره اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.