ولې ځینې خلک  چپ لاسي دي؟

لیکنه: نګین کرګز

که یو کس چپ لاسی یا ښی لاسی اوسي دا د هغه جین یا ارثي خواصو پورې تړاو لري. ‌‌‌‌‌‌ډیر کسان چې چپ لاسي دي په ورځینيو کارونو کې ورته مشکلات جوړیږي. د تاریخ په اوږدو کې تل چپ لاسي کسان رټل شوي دي چې دوی ناپاکه دي او یا شیطاني خواص لري ، ځکه شیطان هم چپ لاسی وو.

علم دا خبره غلطه ثابتوي ، ساینس پوهان د کلونو تجربو له مخې دا موندلې ده چې کله یو جین میوتیشن وکړي یا ناڅاپه تغیرات په کروموزوم یا ارثي معلوماتو کې برسیره شي نو د دې سبب ګرځي چې ماشوم چپ لاسی یا ښي لاسی اوسي.

د ارثي خواصو څیړونکي دا وایي چې دا د جینونو یوه شبکه ده چې د دې لامل ګرځي چې چپ لاس څخه انسان کار واخلي دوی د لاسونو او پښو او د انسان د مغز د تکامل په هکله داسې نظریات لري چې د دغه جین شبکه د دیسلیکسیا د ناروغانو د جینیتکي معلوماتو سره زیاتره شباهت لري چې په دوه زره شپږسوه کسانو کې دغه څیړنه ترسره شوې وه او پایله یې دا وه چې د دې جین په شبکه کې بیلابیل کروموزومونه کولی شي میوتیشن وکړي.

دغه د جین شبکه چې د ښي او کیڼ لاس د تکامل او موازني  سبب ګرځي ښکاره کوي چې کله یو جین سربیره فعالیت ولري نو د دې بې موازنګۍ سبب ګرځي. او یو قوي میوتیشن  حتی د فزیکي او ظاهري بڼې د تغیر سبب هم ګرځي مثلاً د زړه موقیعت په ښي طرف کې.

په موږکانو کې د دغه جینونو تجربې د ظاهري او فزیکي د ‌‌‌‌‌‌ډیرو تغیراتو سبب شو. دا تجربه ثابتوي چې دا یوه ارثي یا جنیتیکي پدیده ده.

خو په قطبي خرس  او شامپانزه کې دا تغیرات بل ‌‌‌‌‌‌ډول دي ځکه دغه حیوانات پنځوس فیصده د چپ طرف څخه کار اخلي او د انسانانو په مقایسه دا تغیرات پکې لوړ دي ، دغه تغیرات په انسانانو کې لس فیصده دي.

بله خبره  دا ثابتوي چې چپ لاسی اوسیدل یوه ارثي پدیده ده  چې د خبرو یا ژبې مرکز په دماغ کې په چپ طرف کې موقیعت لري هغه خلک ښی لاسي دي. او د چا چې د ژبې یا خبرو کولو مرکز په ښي طرف کې وي هغوی چپ لاسي دي. خو په دغه مورد کې لا څیړنې زیاتې پراخې نه دي او د اکسفورډ پوهنتون  څیړونکي وایي د دې لپاره یوه جنیتیکي نقشه چې د نفوس په اساس وي پکار دی او لا به څو کاله ونیسي تر څو یې یوه ثابته تجربه لاس ته راشي.

په منځینیو پیړیو کې  چپ لاسي انسان ته د معیوب په سترګه کتل کیدل او لاس به یې ورته تړو تر څو چې دا په ښي لاس کارولو عادت کیده. په ‌‌‌‌‌‌ډیرو کلتورونو کې دا د شخصیت د ضعف یو ټکى هم بلل کیږي. په انجیل کې تقریباً شل وارې د چپ لاسو انسانانو چې شیطاني خصوصیات لري ذکر شوي دي. د نوولسمې پیړۍ

ایټالیوي جنایي کارپوه چې سیزار لومروسو نومیده ویل چې چپ لاسي انسانان یا مجرمین زیات ظالم خلک وو، خو اوسنۍ څیړنې وایي چې چپ لاسه انسانان زیات هوښیاره او ځیرکه انسانان دي او د نړۍ زیاتره کامیابه ولسمشران هم چپ لاسي دي.

په مسلمانانو کې په ښي لاس ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ خوړل سنت بلل کیږي او حضرت محمد ص هغه چا ته چې چپ لاسي وو په ښي لاس د ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ خوړولو توصیه کړې وه دوی مبارک فرمایلي دي چې په دغه کار د چپ لاسي انسان حوصله زیاتیږي.

خو که یو ماشوم دا کار په وس کې نه وي نو دا د هغه د مغزو او تحرک د ارتباط مشکل دی او جبر باید پرې ونه شي.

مونږ په ماشوم زور زیاتی کوو چې په ښې لاس ځان عادت کړې  مونږ لا ترراوسه نه یو پوه چې په دین کې یواځې روایت دی چې پیغمبر رسول الله  ویلی دی چې په ښې لاس خوړل او لیکل مو حوصله زیاتی وی نه یې دی ویلې چې په ماشوم زور زیاتی وکړئ. خو د وراثت علم دا ثابته کړې ده چې کوم یو جین ددی لامل دې دا ځکه مونږپه خپل دین سم نه یو پوه .

دا زور زیاتی د ماشوم اروایې حالت ‌‌‌‌‌‌ډیر زیانمن کوی هغه د شرم حقارت او ناامیدی سره په کورنۍ او ټولنه کې رالوییږې

هیڅ یو ماشوم باید په تشدد لوی نشې ځکه  هغه بیا هماغسی تشدد کوی کله چې د خپل ځان نه کمزوری ووینی ځکه خو نیم نه ‌‌‌‌‌‌ډیر افغانان نارینه خپلی ښځی وهی.

د چپ او ښی لاس کارونه د ابراهیمی ادیانو د خرافاتو پوری تړلې دی دا ‌‌‌‌‌‌ډیر وروسته مالومه شوه چې د کروموزم میوتیشن (PCSK6)له وجې  لس فیصده انسانان چپ لاسی دی . زور زیاتی دا شې بدلوی شې او د هغه ماشوم  اروایی حالت ته زیان رسیږې رسول الله ص ویلی دی چې په ښې لاس عادتول مو حوصله پراخوی نه یې دی ویلې چې په ماشوم زورزیاتی وکړې او د دهغه روان ته صدمه ورسوئ.

اړوند موضوعات:

ولې ځینې کسان کیڼ لاسي دي؟

د کیڼ لاسو په اړه ۲۳ جالبې خبرې