ولې کوتره د سولې سمبول دی؟

ولې کوتره د سولې سمبول دی؟

تر شاه یې کومه کیسه پرته ده؟

د لرغونې هند په یوې فلکلوریکې کیسې کې یې ولولئ!

په اریايي اقوامو کې کوتره د سپیڅلتیا،پاکۍ او سولې ځانګړی سمبول دی، دا سمبول نه یوازې دا چې اوس کارول شوی بلکې له کلونو – کلونو راپه دېخوا په اریايي اقوامو کې مشهور دی. د کوترې د نوم او سپیڅلتیا په باب ما له استاد راج بلراج نه یوه کیسه اورېدلې وه چې دلته یې را نقلوم.

له میلاده وړاندې د هند په اتراپردیش ایالت کې یوه کورنۍ اوسېده، د دغې کورنۍ مشري د یوه مذهبي مشر راجش رانا پر غاړه وه،راجش رانا یوازې یوه لور او یوه میرمن لرله، د دغې سیمې خلکو د مختلفو خدایانو عبادات کاوه، ځینو یې لویو ډبرو ته سجدې کېښودې، ځینې یې د اور پیروان وو او ځینو خو به په یوه وخت کې څو خدایان منل .

راجش رانا یو له هغو مذهبي مشرانو و چې د ډېرو خدایانو په موجودیت یې باور درلود، هغه نه یوازې دا چې ټوله ورځ به یې عبادت کاوه بلکې د ډېرو خدایانو عبادت ته به یې خلک رابلل .

یو مهال راغی چې په کلي وبا ناروغي ګډه شوه او په لومړي سر کې یې د راجش رانا لور او مېرمن ترې واخیستې او ګڼ نور هم د دغې ناروغۍ قرباني شول.

راجش رانا د نږدې سیمو خلکو د خدایانو نازولی باله او ویل به یې چې دی له خدایانو سره نږدې اړیکه لري، که به چېرې باران نه کېده نو خلک به ده ته راټول شول او ترې به یې غوښتنه وکړه چې د باد او باران خدای ستر روما ته سوال وکړي تر څو باران وشي او کروندې یې خړوبې شي.

د امراضو،قحطۍ،جشنونو او خوښیو ځانګړي خدایان وو او په هر وخت کې به د هماغه خدای اطاعت کېده،خو د دغو ټولو خدایانو نازولی یوازې رانا و.

کلونه تېر شول د دغې سیمې اوسېدونکي ټول په یوه خوله د رانا پلویان وو او هغه یې د یوه مقدس انسان په توګه منلی و، د هرې اونۍ په پای کې به یې د راجش رانا نصیحتونه او د خدایانو د لویئ په باب خبرې اورېدې.

یو کال سخته وچکالي راغله، ټولې ویالې وچې شوې او له غره نه راتلونکې اوبه هم راکمې شوې، هماغه و چې د غرییزو سیمو خلکو له غره نه د راتلونکو اوبو مخه ونیوله او لوی – لوی ډنډونه یې ورته جوړ کړل.

د سیمې خلکو ته د رانا هغه خبره په یاد وه چې سږ کال به ډېره سخته وچکالي وي، ځکه چې د باد او باران خدای له دوی په دې نا راضه شوی چې په خپلو فصلونو کې یې د روما په نوم خېرات نه دی ویستی.

هره ورځ به ډلې – ډلې خلک راتلل او په لوی معبد کې چې د غره به يوې ډډې کې اباد و او ګڼې سپینې کوترې یې لرلې، د باد او باران د خدای روما نه به یې بخښنه غوښته او عذر به یې کاوه.

د باد او باران خدای ته د ځانګړي عبادت طریقه داسې وه چې د دواړو لاسونو پنجې به یې جوښتې د بخښنې په پار نیولې وې او په یوه پښه به ولاړ وو.

دوی به د عبادت تر پایه پورې خپل سر نه پورته کاوه او دا ځکه که چېرې دوی سر پروته کړي نو د باد او باران د خدای ستر روما په شان کې بې ادبي کيږي.

عبادت کوونکو به د غره د بېخ سپینه خاوره په ځان موښلې وه او دا چاره دوی د سپیڅلتیا نښه ګڼله، که چېرې په لوڅ بدن دا عبادت ونه کړي نو سوال یې نه قبلیږي.

دغه عبادت ته به یې د کپوتا( Kapota) عبادت وایه،چې معنا یې پاکي،سپیڅلتیا او عذر دی، د کپوتا کلمه د سانسګریټ ژبې پورې تړاو لري.

کله چې د سمې خلک د اوبو له بیخي قحطۍ سره مخ شول نو د غرییزې سیمې خلکو ته یې د بندونو د خوشې کولو جرګه ور ولېږله خو هغوی یې جرګه رد کړه، د سمې د خلکو مالداري ورځ تر بلې د له منځه تلو په حال کې وه، کرنه خو یې هسې هم سوزېدلې وه، دوی یوازې د ځان خېر غوښته خو د باد او باران خدای پرې هېڅ رحم نه کاوه.

اخر د غره او سمې خلکو تر منځ د جګړې تیاریانې شروع شوې، راجش رانا ډېرې چغې ووهلې خو هېڅ چا یې خبرو ته غوږ نه کېښود او دا ځکه چې اوس د راجش په دعا او سوال هم باران ونه شو نو ځکه خلکو ترې لاس واخیست.

دواړه خواوې د معبد نږدې د جګړې میدان ته راووتې او تر منځ یې نښته پیل شوه، راجش رانا په سپینو خاورو ځان لړلی و او د بخښنې په انداز دواړه لاسونه جوښت نیولي په یوه پښه د باد او باران خدای ته ولاړ و.

له معبد بهر د وینې بهېدې خو راجش رانا په عبادت بوخت و او د ستر روما سربېره یې د ځمکني افت له خدای د دواړو خواوو تر منځ د سولې غوښتنه کوله.

د خلکو د کریغو سربېره د تورو شړنګهار ټوله فضا په سر نیولې وه، د راجش رانا له سترګو بې واره اوښکې روانې وې او هغه کوتره چې راجش رانا له ډېره پخوا ساتلې وه د هغه په اوږه په یوه پښه ناسته او سر یې د عبادت په پار ټیټ نیولی و.

په دې وخت کې د باد او باران خدای ناڅاپه په قهر شو او په اسمان یې کې د قهر تالندې وځغلولې، د اسمان شور د جګړې خلک لږ راساړه کړل، یوه شېبه به لا نه وه تېره چې شړکنده باران شروع شو، له بارانه د ستر روما قهر معلومېده، په یوه شېبه کې اوبو لارې وکړې.

جنګیاليو خپلې تورې په تېکو کې ننویستې، د معبد له کوچنۍ دروازې وینې او اوبه ګډې راووتې، خلک حیران شول، معبد ته ورغلل چې ویې کتل راجش رانا په مرۍ کې په غشي لګېدلی او په وینو لت پت پروت دی خو په سینه یې هماغه سپینه کوتره په یوه پښه د عبادت په دود ولاړه وه.

خلکو چغې کړې چې کپوتا،کپوتا، کپوتا…

له هماغې ورځې دغې وفادارې مرغۍ ته د کپوتا نوم ورکړل شو، چې په پهلوي ژبو کې په کپوتر، بلوچي کې کپوت، هندي کې کبوتر او پښتو کې د کوترې په نوم یاده شوه.

نو ځکه کوتره د سپیڅلتیا، سولې او امن سبمول وګڼل شو، چې دا سمبول اوس هم کارول کیږي.

یادونه: که مو خوښه شوه نو له ملګرو سره یې شییر کړئ!

لیک: محبوب شاه محبوب