ویدیا بالن: له شارخ خان سره مې د فلم جوړولو موقع نه ده موندلې

ویدیا بالن د بالیووډ مشهور نوم دی. د هغې د فلم جوړولو روش بلکل بدل دی. زیات یواځې فلمونه جوړوي او د هیرو او هیروین رول هم خپله لوبوي.

که له نارینه اداکارانو سره هم کوم فلم جوړوي، اکثره يې نوموتي نه دي.

د ویدیا بالن یواځینې فلم د لږ څه نا څه مشهور اداکار عمران هاشمي سره دی.

ویدیا بالن ددې پوښتنې په ځواب کې چې د شارخ خان په څير د مشهورو ستورو سره ولې فلمونه نه جوړوي، وویل:

((له شارخ خان سره د فلم د جوړولو وړاندیز راته نه دی شوی. زه بې له شکه غواړم، چې د نوموتو اداکارانو سره فلمونه جوړ کړم؛ خو دا په ښه سکریپټ او موقع پورې اړه لري.))

ویدیا بالن وړاندې له خپلې کورنۍ او خسرګنۍ په اړه وغږیده او د خپلو کارونو په وړاندې يې د هغوې د هڅونو ستاینه وکړه.

د ویدیا بالن راروان فلم، چې په دوه درې ورځو کې به خپور شي، (تماری سالو) نومیږي. ټاکل شوې، دا فلم د نومبر په ۱۷ مه د سینما په پرده خپور شي.