ویدیا بالن: هره ښځه زمرۍ ده

د بالي ووډ فلمونو مشهوره اداکاره ویدیا بالن وايي، چې هره ښځه (زمرۍ) ده، د هغې تازه فلم چې د (شیرني) په نوم دی، یعنې زمرۍ، اوس نوموړې د خپل دغه فلم له امله د خبرونو سرټکې ګرځېدلې ده.

 

په دې فلم (شیرني) کې ویدیا بالن د ځنګل ساتنې ادارې د یوې تکړه او قوي افسرې کردار لوبولی دی، چې خلکو فلم ډېر خوښ کړی او د هغې د اداکارۍ ستاینه یې کړې ده.

 

ویدیا بالن په خپله یوه تازه مرکه کې وویل، چې هره ښځه زمرۍ ده، په دې کې ځينې بېباکه وي، خو ځینې بیا د فلم د کردار په څېر هم وي، نو ایا د دوی چلند دا تر نورو کمترې جوړوي؟

 

نوموړې په خپله مرکه کې زیاتوي، زه فکر کوم چې د هر ډول ښځې سره په سم ډول د کار کولو وړتیا او صلاحیت شته، نو باید هغوی ته د کار کولو موقع ورکړل شي.

 

د یادولو وړ ده چې ویدیا بالن د بالي ووډ فلمونو هغه اداکاره ده، چې تل یې په فلمونو کې مرکزي کردارونه لوبولي او فلمونه یې کامیاب کړي دي.

کاپي…