دوشنبه , 29 اپریل 2024

ویرات کوهلي د سلېزې په مرسته خپله لوبډله بریا ته ورسوله

رویال چلېجر بنګلور لوبډله چې لوبډلمشري یې د کرکټ نامتو لوبغاړی ویرات کوهلي کوي د هند غوره لیګ سیالیو کې دویمه بریا هم خپله کړه.

په دې لوبه کې د کولي د سلیزې په مرسته بنګلور لوبډلې کلکتې ته د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۱۴ منډو لوړ هدف ورکړ.

توپ وهنه کې ویرات کوهلي پوره سل او معین علي ۶۶ منډې وکړې.

مقابل کې یې د کلکتې لوبډلې د توپ وهنې پیل ښه نه وو؛ خو ورستیو لوبغاړو بیا ښه لوبه وکړه، ټولو اورونو کې یې د پنځه لوبغاړو په ټولې ۲۰۳ منډې وکړې او لوبه یې د لس منډو په کمښت وبایلله.

دوی ته نیتیش رانا ۸۵ ناسوځېدلې او انډري رسل په ۲۵ بالونو د ۹ شپږیزو او دوه څلوریزو په مرسته ۶۵ منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی ویرات کوهلي وټاکل شو.

رویال چلېنجر بنګلور لوبډلې په دې سیالیو کې له نهو لوبو څخه یواځې دوه ګټلي او د جدول وروستي مقام کې ده؛ خو کلکتې له نهو څخه څلور ګټلي او شپږم نمبر کې ده.

نن شنبه په یادو سیالیو کې دوه لوبې ترسره کېږي، چې درې بجې به راجستان له ممبۍ سره او ماښام اووه بجې به ډیلي لوبډله له پنجاب سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

خبریال: نصرت الله عمرزی