ویسټېنډیز پاکستان ته کر کټ کې ماته ورکړه.

ویسټینډیز پاکستان ته د نړیوالو ۲۰ اوریزو لو بو په لړ کې ماته ورکړه او نیمه وروستۍ لوبې ته یې لاره پیداکړه.

د بنګله دیش په پلازمېنه ډاکه کې د شل اوریزو نړیوالو لوبو په لړ کې ویسټنډیز پاکستان ته په اسانۍ سره د شپږو لوبغاړو په سوزېدو ماته ورکړه.

د لوبې پچه ویسټنډیز ګټلې وه او د بیټینګ پریکړه یې هم پخپله وکړه ، چې په شلو اورونو کې یې د پاکستان لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په سوزیدو سره یو سلو شپږ شپیته منډې وکړې، خو د پاکستان کرکټ لوبډلې نوموړی هدف بشپړ نکړ او لوبه یې و بیلله.