ویسټ انډیز او انګلستان سبا دویمه ټېسټ لوبه پېلوي

انګلستان او ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې د انګلستان مانچیسټر ښار کې دویمه ټېسټ لوبه د پنجشنبې په ورځ ماسپښین دوه نیمې بجې پېلوي، که ویسټ انډیز دا لوبه وګټي، نو لوبلړۍ یې په ګټه شمېرل کېږي.

د ویسټ انډیز کرکټ لوبډله چې د جون میاشت کې د درې ټېسټ لوبو لپاره انګلستان ته تللې، دویمې لوبې لپاره چمتو ته چې د پنجشنبې په ورځ یې ترسره کړي. دا لوبه د افغانستان پر وخت ماسپښین ۲ نیمې بجې پېلېږي او په پنځمه ورځ به یې پایله معلومه شي. لومړۍ لوبه ویسټ انډیز تېره یکشنبه په څلور وېکټو ګټلې وه. د انګلستان کرکټ لوبډلې د لومړۍ لوبې په دوه پاڼیو کې په مجموعي ډول ۵۱۷ منډې وکړې. چې ویسټ انډیز په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۱۴ منډې او دویمه پاڼۍ کې یې د انګلستان دوه سوه منډې هدف د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او انګلستان ته یې په خپل کورکې په ۴ وېکټو ماته ورکړه. شېنن ګېبرېئل چې د ویسټ انډیز چټک توپ اچوونکی دی، د ۹ وېکټو په اخېستلو سره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. دواړه لوبډلې د جولای په ۱۶ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ دویمه لوبه ماسپښین مهال پېلوي، که ویسټ انډیز دا لوبه وګټي، نو د درې ټېسټ لوبو لوبلړۍ ګټونکی بلل کېږي. که ویسټ انډیز دویمه لوبه وګټي؛ نو د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې نومرې اخلي او ښایي چې پاکستان په ټېسټ لوبو کې له اووم مقام څخه اتم مقام ته شاته کړي.