د ۲۰۱۶ کال د شل اوریزه کرکټ نړیوال جام اتله ویسټ انډیزۍ لوبډله په لمړي ځل د چمپینز ټرافۍ له سیالیو څخه بهر شوې ده.
د ۲۰۱۷ کال چمپیز ټرافي سیالۍ، چې د راتلونکي کال د جون میاشتې په لمړۍ نیټه پیلیږي، پکې ویسټ انډیز له سیالیو ویستل شوی او پر ځای بنګله دیش په لوبو کې شامل شوی دی.
په دې لوبو کې به د اوسني کرکټ ۸ مخکښه لوبډلې ولوبیږي، چې په لومړي ګروپ کې اسټرالیا، نیوزیلینډ، انګلستان او بنګله دیش او په دوهم ګروپ کې هندوستان، پاکستان، جنوبي افریقا او سریلانکا شامل دي. د دې سیالیو په لړ کې به ټولې ۱۵ لوبې ترسره شي، چې ۱۸ ورځې به دوام وکړي.
د دې سیالیو د تیر ځل ۲۰۱۳ کال اتلولي هندۍ لوبډلې په خپل نوم کړې وه او دا ځل به له خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.
راپور: احسان الله ساپی