ویسټ انډیز له انګلستان څخه لومړۍ ټېسټ لوبه وګټله

ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې انګلستان ته د درې ټېسټ لوبو لپاره سفر کړی، چې لومړۍ ټېسټ لوبه د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېده او ویسټ انډیز په ۴ وېکټو وګټله.

انګلستان د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه، دې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۴ منډې وکړې.

جېسن هولډر ۶ او شېنن ګېبریئل څلور وېکټې واخېستې.

ویسټ انډیز په خپله لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې ۳۱۸ منډې وکړې او په انګلستان یې ۱۱۴ منډې ورزیاتې کړې.

انګلستان په دویمه پاڼۍ توپ وهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سر د زاک کراولي د ۷۶ منډو په مرسته ۳۱۳ منډې وکړې او ویسټ انډیز ته یې ۲۰۰ منډې هدف ورکړ.

ویسټ اندیز د لوبې په ۵ مه ورځ هدف د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د جېرمېن بلېک ووډ د ۹۵ منډو په مرسته پوره کړ او انګلستان ته یې په لومړۍ ټېسټ کرکټ لوبه کې په ۴ وېکټو ماته ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی د ویسټ انډیز چټک توپ اچوونکی شېنن ګېبرېئل وپېژندل شو.

هغه په دواړو پاڼیو توپ اچونه کې د انګلستان ۹ لوبغاړي وسوځول.

دواړه لوبډلې خپله دویمه ټېسټ لوبه د جولای په ۱۶ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ په اولډ ټرافورډ لوبغالي کې پېلوي.