ویسټ انډیز لوبډلې په ۵۰ اوریزو سیالیو کې افغان لوبډله وایټ واش کړه

. د افغانستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په درېیمه ۵۰ اوریزه لوبه کې افغان لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ انډیز ته د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ. توپ وهنه کې افغانستان ته اصغر افغان ۸۶، محمد نبي او حضرت الله ځاځي پنځوس پنځوس منډې وکړې. ویسټ انډیز لوبډلې یاد هدف ۴۹م اور کې د پنځو لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د پنځو ویکټو په شتون کې وګټله. ویسټ انډیز ته شای هوپ په دغې لوبه کې ۱۰۹ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. د دواړو لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربه توب هند کې د درې پنځوس اوریزو لوبو لړۍ ترسره شوه، چې درې واړه یې ویسټ انډیز وګټلې او افغان لوبډله یې وایټ واش کړه. ټاکل شوې د شل اوریزو لوبو لړۍ یې راتلونکې پنجشنبه ترسره شي.