وېرات کوهلي د راشد په اړه څه وايي؟

د کرکټ نړيوالې شورا له لوري د نړيوال جام لوبډلو د لسو واړو لوبډلمشرانو د خبري کنفرانس په بهير کې کوهلي او ډوپليسي د راشد خان توپ اچونه ډېره وستايله او هغه يې د افغان لوبډلې لپاره لوبه بدلوونکی لوبغاړی وباله. کوهلي وويل، راشد د سپېن بالنګ بېلابېلې بڼې لري، کله چې توپوهونکی د راشد توپ اچونې ته مخامخ وي، په هر بال د دې احتمال شته چې په پښو ولګېږي، ويکټې دې والوزوي، يا دې په کوم بل شکل وسوځوي. راشد خان زبردست بالر او ښه شخصيت لرونکی انسان دی.

ډوپليسي وويل، راشد خان نامي بالر دی او زه به ډېر خوشاله وای، که هغه زما په ټيم کې وای.

همدا شان د نيوزيلينډ لوبډلمشر کين ويليمسن د راشد خان په اړه وويل چې هغه يو پياوړی توپ اچوونکی دی، په ای پي ايل کې ورسره لوبېدلو ډېر خوند راکړ، زه به خوشبخته وای که نړيوال جام ته زما په لوبډله کې راشد هم وای.

همدا شان ګلبدين نايب نړيوال جام ته د افغان لوبډلې پر چمتووالي وغږېد او زياته يې کړه: افغان لوبډله له څو مياشتو راهيسې نړيوال جام ته پر چمتووالي بوخته وه او د دې هڅو پايله به مثبته وي.

لیکنه Fayaz Hamid