وېسټ انډیز له انګلینډ سره لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه وبایلله

د وېسټ انډیز او انگلینډ ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د انگلینډ په بریا پای ته ورسېده. دغې لوبې کې وېسټ انډیز په ۷ وېکېټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د وېسټ انډيز لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

وېسټ انډیز لوبډلې ۴۲ اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د یو شمېر توپ وهوونکو توپ وهنې په مرسته یوازې ۲۰۴ منډې جوړې کړې.

وېسټ انډیز لپاره کرېس گېل په ۲۷ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۳۷ او هوپ په ۵۷ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۳۵ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

هولډر په یوازې ۳۳ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۱ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره وېسټ انډیز لپاره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

انگلینډ لپاره سټوکس ۳، ووکس او عبدالرشید دوه دوه او وېلي او معین علي یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې انگلینډ ټاکل شوی هدف یوازې ۳۰٫۵ اورونو کې خپل درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او وېسټ انډیز ته يي په ۷ وېکېټو ماتې ورکړه.

انگلینډ لپاره بېیرسټو په ۹۷ توپونو د یولسو څلوریزو په مرسته ۱۰۰ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. روټ هم په ۵۳ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۵۴ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

وېسټ انډيز لوبډلې لپاره وېلیمز ۲ او ټېلر یوه وېکېټه واخیسته.