يمن کې د مرستو د وېش پرمهال د ګڼې ګوڼې له امله ۷۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي

‏د رسنيو د راپورونو له مخې، د ‎یمن په پلازمېنه صنعا کې د مرستو د وېش پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله ۷۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۳۰۰ ډير ټپیان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې د دې پېښې په تړاو دوه سوداګر نیول شوي دي.