يمن کې د پناه غوښتونکو پر کښتۍ هوايي بريد کې ۴۲ کسان وژل شوي

راپورونه وايي، چې د يمن ساحل ته نږدې د پناه غوښتونکو پر يوه کښتۍ هوايي بريد شوی چې له امله يې ۴۲ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

دغو پناه غوښتونکو چې د ملګرو ملتونو اسناد يې درلودل، له يمن څخه سوډان ته روان وو.

د دغه هېواد ساحلي ساتونکي وايي، يوې پوځي څرخي الوتکې پر دغو پناه غوښتونکو د پنجشنبې په ورځ ناوخته د يمن ساحل ته نېږدې د حُدَيدَه ولايت په لوېديځ کې حمله کړې ده.

د دغه ساحل يوه ساتونکي بريدمن محمد العلي رويټرز اژانس ته وويل: (پر قربانيانو چې په سمندرګي کې حمله شوې ده، دوى رسمي اسناد درلودل، خو په بې پروايۍ په نښه شوي دي، دا خو انسانيت ته احترام نه دى).

ځايي چارواکي وايي، له دې بريده اتيا کډوال ژغورل شوي او د یمن حُديده ښار ته رسېدلي دي.

سور صليب ويلي، چې د پېښې ټول قربانيان د سوماليا او يمن کډوال و، چې له جنګونو تښتېدلي وو.

دا لا معلومه نه ده، چې دا برید د چا له لوري ترسره شوی، خو حوثي شيعه ګان پر حديده ښار واکمن دي، چې له ۲۰۱۵ميلادي کال راهيسې د سعودي په مشرۍ له ائيتلاف سره په جګړه بوخت دي او وخت ناوخت ترې د جګړو او بمباريو راپورونه ورکول کېږي.