يوناما وایي، د ټاکنو ټول ښکېل اړخونه دې رغوونکی رول ترسره کړي

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما وایي، د ټاکنو څارونکي بنسټونه، سیاسي ډلې، نوماندان او رایه ورکوونکي باید د رایو شمېرنې د پروسې د حراست او بشپړېدو لپاره فعالانه، اګاهانه او رغوونکی رول ترسره کړي.

د یوناما له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان ټاکنیزو بنسټونو د درغلیو د مخنیوي لپاره ګڼې لارې چارې تنظیم کړې، څو د ټاکنو روڼتیا ډاډمنه شي.

د یوناما په خبرپاڼه کې ویل شوي:

«کله چې افغانانو د سپټمبر په ۲۸مه د خپل غږ پورته کولو په موخه په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون لپاره راووتل او راتلونکي ولسمشر ته یې په رایې ورکولو سره له خپل قانوني حقه ګټه پورته کړه.»

یوناما ویلي، اوس ټول افغان چارواکي او ښکېل اړخونه د ټاکنیزو کمېسیونونو په ګډون، سیاسي ډلې، حکومت، کاندیدان او د دوی ملاتړي باید د ټاکنو خوندیتوب بشپړولو او د دغه بهیر د حراست لپاره په ځانګړي ډول د جدول بندۍ او د پایلو اعلان ته په پام سره خپلې ژمنې وښيي.