يو ښه پلار بايد دغه پنځلس لارښوونې په ځان عملي کړي !

۱- ښه پلار هغه دى چې په زړه خوږ اوپه خوله تريخ وي تر څو خپل ماشومان زيات نازدانه راغټ نه کړي .

۲- ښه پلار هغه دى چې خپلو اولادونو ته احترام ولري يعنى اولادونه هيڅکله نه تحقيروي .

۳- ښه پلار هغه دى چې تر هر څه مخکې خپلو اولادونوته د صداقت او ريښتينولۍ درس ورکړي .

۴-  ښه پلار د خپلو اولادونو د خوشحالۍ او ښه ژوند لپاره زمينه برابروي .

۵- ښه پلار خپلو اولادونو ته وخت او پوره مينه ورکوي .

۶- ښه پلار په دى پوهيږي چې اولادونه يي له ده څه طمع لري .

۷- ښه پلار سخت کار کوي تر څو اولادونه يي خوشحاله او آرام ژوند ولري .

۸- ښه پلار د زوى او لور تر منځ توپير نه کوي .

۹- ښه پلار د خپلو اولادونو په روزنه اوپالنه کې زيات هڅه کوي .

 

۱۰– ښه پلار د خپلو روخصتيو په ورځو کې خپلو اولادونو سر ه بهر ته د چکر او لوبو لپاره ځي .

۱۱- ښه پلار د خپلو اولادونو د زده کړو لپاره تر خپل وس پوره او ښه زمينه برابروي .

۱۲- ښه پلار خپل اولادونه هڅوي چې له مور سره يي د کور په کارونو کې مرسته وکړى .

 

۱۳- ښه پلار د خپلو اولادونو سره د خپل کور او کار ځينى ستونزې نه شريکوي تر څو يي اولادونه فکرونه بل خواته ولاړ نشى .

۱۴- ښه پلار د خپلو اولادونو مثبتو غوښتنو ته مثبت ځواب وايي .

۱۵- ښه پلار هغه دى چې خپل اولادونه په ټولنيزو ستونزو خبر کړى اوپه حل کولو يي ورسره مرسته وکړي .

کاپي…