يو گل څو رنگونه

زینب سالک

لنډۍ چې ټپه،مسره،او ټيکۍ هم ورته وايي د پښتو ژبې د شعر د برخې تر ټولو په زړه پورې او ځانگړى ژانر دى.

لنډۍ يوازې يوه شاعرانه بڼه نه ده،بلکې د پښتون کلتور د بيللابيلو رنگونو رڼه او رنگينه هنداره هم ده.په لنډيو کې د ژوند د هر اړخ او هرې پيښې د ځايولو او ښکاره کولو هڅه شوې ده،که موږ د نړۍ د نورو ژبو د له ادبياتو او کلتور سره د سيالۍ لپاره يوازې همدا لنډۍ ډگر ته ته راوباسو نو په باور سره ويلاى شم،چې ډيرې لږې ژبې به راسره د سيالۍ وړ پاتې شي.

لنډۍ د ژوندانه له هرې برخې سره اړخ لگوي،او د هرې پيښې ښکارندويي يې راته کوي،رزم،بزم،ښادي،غم،مينه،ژوند،مرگ،ښکلا،غيرت، قام پالنه،خپلواکي، اسلام پالنه، يووالى، دوستي،دښمني او نورې ډيرې خبرې لنډۍ په خپله رنگينه ځولۍ کې نغښتې دي،او دا هغه څه دي چې د پښتنو د پيژندگلوۍ او څيړنې د يوې غوره وسيلې په توگه يې نړيوالو ته په جگو سترگو وړاندې کولى شو.لنډۍ يو دوه مسريز خو يو بشپړ شعر دى،که غزل په پنځو بيتونو سره بشپړيږي او نور نظمي ژانرونه هم ډيرو بيتونو ته اړتيا لري نو ټپه دا هرڅه ايله په دوو مسرو کې کوي،دا ټپه به وځيرو.خو رحمداد به د وزن لپاره په پښتو بڼه يانې رامداد ليکو:

وار د رامداد د پگړۍ تير شو

نور مومندان دې پگړۍ نه په سروينه

رحمداد خان يو شخص دى،او هغه د خوشال بابا په تله ددستار سړى دى.

چې دستار تړي هزار دي

ددستار سړي په شمار دي

دلته رحمداد خان هم د شمار په سړيو کې راغلى دى،او په مومندو کې ددستار سړى گڼل شوى دى،دا کيسه داسې مهال کيږي چې د هغه وار پر دې نړۍ تير شوې،اوس چې نور دستارونه گوري نو د رحمداد خان پگړۍ ورته ياديږي چې د ټپې د ويونکې په باور ريښتونې پگړۍ وه،نو ځکه وايي چې له نورو مومندو سره پگړۍ هسې خوند نه کوي نو ښه ده چې پر سر يې نه کړي، د حال او ماضي کيسې ايله په دوو مسرو کې شوي او خبره بشپړه شوې ده.

د ځينو څيړونکو په اند لنډۍ ويدي سرودودنو سره ورته والى لري،ددغو کسانو په باور لنډۍ د پښتو ژبې له پيدايښت سره جوخته پيل شوې د هغې له ودې سره يې وده کړې او بشپړتيا ته رسيدلې ده.د لنډۍ يوه ځانگړنه داده چې هره خبره په کې کيږي او ښکلې په کې کيږي،.خو بله په زړه پورې ځانگړنه يې داده چې د پښتو موسيقۍ هر تال ته غاړه ورکوي، له ټپې نيولې تر اوسنيو ټپيزو پورې ټولو په پښتو موسيقۍ کې بيلابيلې زړه وړونکې بڼې خپلې کړې دي.

د رزم او سرښندنې احساسات وي،او که د مين زړه د ارمانونو سوى نارې،د خوښيو مست بنډار وي،او که د خاموشې غوغا وير،لنډۍ يې د بيان واگې خپلوي،او پښتانه يوازې نه پريږدي.

کره کتونکو منلې چې ډيرې لنډۍ د ښځو له خوا ويل شوي او له بده مرغه ډيرى لږې پښتنې ميرمنې تر قلمه رسيږي نو ځکه دغه لنډۍ په شفاهي ډول د يوه مهال له حافطې د بل مهال حافظې ته ليږديږي.

تر اوسه په زرګونو لنډۍ تر موږ رارسېدلې دي او دا لړۍ به تر هغې پورې روانه وي چې پښتو ژوندۍ وي او پښتو به ان شاالله تر قیامته ژوندۍ وي او موږ به له قیامته وروسته هم د پښتو په هیله یو، هغه د حمزه بابا خبره: وايي اغیار چې د دوزخ ژبه ده/ زه به جنت ته د پښتو سره ځم

د لنډیو په اړه ډېرې څېړنې شوې دي او ډېرو پښتنو لیکوالو یې په اړه خپل اندونه څرګند کړي دي نو موږ په دې اړه ډېرې خبرې نه کوو. همدارنګه ډېر داسې کتابونه دي چې د لنډیو ټولګې یې بللای شو، د دې لړۍ یوه کړۍ د درانه استاد عبدالرووف بینوا کتاب «پښتو لنډۍ» دی. استاد بینوا د پښتو ادب د زرین اسمان له پنځو هغو ځلاندو ستورو له ګڼې څخه یو دی چې د پښتو ادبي ځلا یې تر موږ رارسولې او لا به تر ډېره د پښتو ادب د ځلونې او پراخوونې په برخه کې د هغوی هڅې او زیار د پام وړ او څرګند وي.

استاد بینوا پښتو ادب ته ډېرې داسې مرغلرې وړاندې کړې دي چې د پښتو ادب په سیند کې به د غوټې وهلو لپاره ډېرو هڅاندو او زیارکښو خدمتګارانو ته لاره هواره کړي. د دې ټولو ادبي هلوځلو تر څنګ د استاد یو کتاب پښتو لنډۍ دی چې ۱۴۹ پښتو بېلابېلې لنډۍ یې په کې راټولې کړې دي. دا لنډۍ په دریو نورو ژبو هم ژباړل شوې دي. لومړی پښتو لنډۍ لیکل شوې او بیا پرله پسې په دري، اردو او انګلیسي ژیو ژباړل شوې دي. باید ووایو چې ژباړه یې په ازاد نثر شوې ده. موږ دلته د لنډیو په ژباړه نه ګړېږو؛ بلکې غواړم چې د لنډیو په اړه یې یو څه ووایم.

په دې کتاب کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لنډۍ راغلي دي چې ځینې یې په بله بڼه دي؛ یعنې دلته چې لنډۍ په کومه بڼه راغلې دي، هماغه لنډۍ په نورو ځایونو کې په بل ډول هم اورېدل شوې دي، لکه دا ټپه:

سترګو ځواب ورکړ له واره

میین خو ته یې اوښکې مونږه تویوونه

دا ټپه ما داسې اورېدلې ده:

سترګې مې زړه ته په ژړا شوې

میین پرې ته یې اوښکې مونږه تویوونه

لومړۍ لنډۍ د یوې کیسې د پرله پسې لړۍ یوه کړۍ بریښي، داسې چې نوره کیسه مخکې تېره شوې او زړه له سترګو سره ښه بحث کړی دی نو د زړه د یوې پوښتنې په ځواب کې سترګې دا خبره کوي چې ګناه ټوله ستا ده خو موږ هم سزا وینو. مګر په دویمه هغه کې بیا په یوه لنډۍ کې پوره خبره شوې ده او د څېړونکو په اند د لنډۍ تر ټولو مهمه ځانګړنه همدا ده چې پر موضوع مو په بشپړه توګه پوهوي.

بله لنډۍ دا ده:

پورې لیلا ګوره چې مونځ کړي

قبول یې مه کړې تور اوربل پر خاورو ږدینه

دا لنډۍ ما په دې بڼه اورېدلې:

لیلا ولاړه په مانځه ده

قبول یې مه کړې تور اوربل پر خاورو ږدینه

ښایي په ځینو سیمو کې دا لنډۍ همداسې سمه وي خو دا چې لنډۍ د پښتنو ګډ مال دی او پښتانه که لر دي او که بر لنډۍ وايي او خوښوي یې نو په دواړو ډولونو یې ویلای شو. بله لنډۍ دا ده:

دیدن د بادو پیمانه ده

نه به پرې موړ نه ترې تړلای شې بارونه

دا لنډۍ ما داسې اورېدلې ده:

دیدن د بادو پیمانه ده

نه پرې مړېږم نه ترې پنډ تړلی شمه

په پورته لنډۍ کې لکه د شعر د نورو ډولونو یعنې غزل، نظم او نور شاعري جوړښت ځای شوی دی یا په دې معنا چې شاعرانه شوې ده او شاعري په کې شوې ده خو لکه څنګه چې پوهېږو لنډۍ د ولس پانګه ده او ولس د تکلف او زیار پرته لنډۍ ویلې دي. د پورتنۍ لنډۍ دویمه بڼه د همدې دعوا ثبوت دی چې هېڅ ډول تکلف او جوړونه په کې نه ده شوې او په سوچه ولسي ژبه ویل شوې ده، رواني هم لري او خوږوالی هم. دا لنډۍ په دې ډول هم اورېدل شوې ده:

دیدن د بادو پیمانه ده

نه به پرې موړ شې نه به وتړې بارونه

بله ټپه داسې ده:

په تا به کوم هېواد اباد وي

زه د بېلتون په تروږمۍ کې ناسته یمه

خو ما دا ټپه داسې اورېدلې ده:

په تا به کوم مجلس رڼا وي

زه د هجران په تروږمۍ کې ناسته یمه

په لومړۍ ټپه کې هېواد د ځای او ټاټوبي په معنا راغلی دی او په پټه خزانه کې هم په همداې معنا راغلی دی. له دې څخه د دې لنډۍ لرغونتیا په ډاګه کېږي. خو ځینې څېړونکي بیا هېواد د واټن په معنا کاروي خو په هر صورت په اوس مهال کې هېواد د ځای او ټاټوبي په معنا کارول کېږي. هېواد که په هره معنا وي خو په ولسي وګړو کې ویل او کارول یې دومره عام نه دي چې هغه په اسانۍ سره لنډۍ یا ټپې ته لاره پیدا کړي خو بیا په دویم ډول کې هېڅ داسې کلمه نه لیدل کېږي چې ولس دې د هغې له معنا یا وینا سره کومه ستونزه ولري. دا سمه ده چې سوچه ژبه له ولس څخه سرچینه اخلي خو ځینې وخت داسې کلمې په سوچه ژبه کې ځایول کېږي چې ولس ورسره پوره بلدتیا نه لري او هېواد کلمه هم همداسې بریښي.

بله لنډۍ دا ده:

نن مې د یار د راتلو غږ شو

ځمکه بخمل شوه لارو وسپړل ګلونه

خو دا لنډۍ ما په دې بڼه اورېدلې ده:

نن مې د یار د راتلو غږ دی

ځمکې بخمل شه لارې وسپړه ګلونه

په لومړۍ لنډۍ کې د یار د راتلو په خوشحالۍ کې د خپل چاپېریال د ښکلا ننداره وړاندې شوې ده خو په دویمې هغې کې بیا له چاپېریال څخه د ښکلي کېدو هیله شوې ده. انتظار نور پای ته رسېدلی دی او د راتګ شېبې رالنډې شوې دي، په داسې وخت کې ژوند او چاپېریال ارزښتمن شوی دی او د محبوب د وصال په هیله له خپل چاپېریال څخه د ښکلا غوښتنه کېږي چې یوه معقوله او احساساتي غوښتنه ده. انسان همداسې طبیعت لري چې خوښ وي نو له خپل چاپېریال څخه که هغه نور خلک وي یا غیر ژوندي شیان غواړي چې په خوښۍ کې یې ونډه واخلي او که خپه شي نو بیا ورته هر څه د خپل زړه په څېر خپه او بې وزلي ښکاري. خو د همدې لنډۍ څېړنه د پښتو ژبې نامتو لیکوال، شاعر او څېړونکي سلیمان لایق د (په لنډیو کې منظرې جوړولو او شکل مننې خصوصیت) تر عنوان لاندې هم کړې ده او دا لنډۍ یې د هغو لنډیو په کتار کې دورلی چې بې روحه او جامدو څیزونو ته په کې روح ورکول کېږي او لکه د غزل انځورګري په کې کېږي. لنډۍ که څه هم ساده شعر دی خو په ساده کې تیله دار هم دی، داسې چې کله کله لنډۍ د ډېرې ښکلې شاعرۍ بېلګه هم بللای شو، لکه دا لنډۍ:

د یار د سترګو غشي راغلل

په ټول بدن کې مې په زړه ولګېدنه

که څه هم لنډۍ ښه شاعري ده او ښکلې انځورګري په کې شوې ده خو سربېره پر دې رواني او ساده ګي هم له لاسه نه ورکوي، لکه پورتنۍ لنډۍ چې د شاعرۍ له مخې یوه پرمخ تللې لنډۍ ده خو ساده ګي او رواني یې بیا هم له ولس څخه لرې کېدو ته نه پرېږدي.

بېرته به خپل بحث ته راوګرځو، بله لنډۍ بلکې مشهوره لنډۍ دا ده:

که په میوند کې شهید نه شوې

زما لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

خو ما دا لنډۍ داسې اورېدلې ده:

که په میوند کې شهید نه شوې

خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

پورته لنډۍ به تاسو یعنې ډېرو لوستونکو په همدې دویمه بڼه اورېدلې وي خو د استاد په کتاب کې ټپه په لومړۍ بڼه راغلې ده. په لومړۍ بڼه کې یوازې دا تاکید شوی دی چې که میوند دې ونه ګاټه او یا دې خپل سر ترې ځار نه کړ نو بیا به د بې ننګۍ په مرګ ومرې؛ خو په دویمه بڼه کې بیا په لفظي بڼه هم داسې کلمه راوړل شوې چې د انسان احساسات پاروي. کټ مټ د موسی او هارون د کیسې په څېر. کله چې موسی د تورات د راوړلو لپاره کوه طور ته لاړ نو هارون یې له خپل قوم سره پرېښود چې د کړو وړو څارنه یې وکړي خو دلته بني اسراییل د سامري په لمسه د خوسي په عبادت بوخت شول؛ خو کله چې موسی بېرته راستون شو او خپل قوم یې بې لارې ولید نو ناڅاپه یې د هارون ږیرې ته لاس کړ، د تورات پاڼې یې وغورځولې او په ډېره غوسه یې خپل ورور ځان ته راکش کړ. خو هارون په ډېره حوصله هغه ته وویل: «اې زما د مور زویه، زما خبره واوره.» ډېر پوهان وايي چې دلته د مور کلمه د دې لپاره ویل شوې چې مور د مینې، عاطفې او مهربانۍ نښه ده نو همدې کلمې د موسی د غوسې پر اور د مهربانۍ اوبه وشیندلې.

په پورتنۍ لنډۍ کې هم همدا کیسه ښکاري. کله چې انګرېزان په ډګر کې د بریالیتوب لور ته په نژدې کېدو شول او پښتني لښکر لږ تر اغېز لاندې راغی نو په دې حساس وخت کې پښتنې ننګیالۍ چیغه کړه:

که په میوند کې شهید نه شوې

خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

خدایږو د سوګند کلمه ده او پښتانه یې په ډېر حساس ځای کې کاروي. دلته هم خدایږو د تاکید او غور لپاره کارول شوې او په پورتنۍ ټپه کې د بې ننګۍ د پیغور د تاکید او له پیغور څخه د ځان ژغورنې د حس د ځواکمن کېدو لپاره راغلې ده. خدایږو کلمه دومره ځواک لري چې په ټپه کې د ننګ، غیرت او خپلواکۍ په لار کې د سرښندنې هوډ او ویاړ څو ځله لوړ او پوخ کړي.

بله لنډۍ دا ده:

مسافر تلې درجګه نه شوم

په زړه مړه وم ما ویل تل به دیدن وینه

خوما داسې اورېدلې:

په سفر تلې درجګه نه شوم

ما دې خدای شله کړي په دواړو زنګنونه

په لومړۍ ټپه کې د مسافر د تګ ویر دی او د خپلې بې پروایۍ څخه سرټکونه؛ یعنې انسان چې په کوم حال کې وي نو هماغه فکر ورسره وي او د سبا په اړه په بشپړه توګه اټکل نه شي کولای. خو په دویمه بڼه کې بیا پر خپل کړي کار سخته پښېماني ښکاره شوې ده او د پښتنو مېرمنو یوه ځانګړنه چې ډېرو څېړونکو یې یادونه کړې ده، دا ده چې ښېرا ډېره کوي او لکه څنګه چې لنډۍ هم مېرمنو ته ځانګړې شوې دي او دا لنډۍ خو په ښکاره سره د یوې مېرمنې له خوا ویل شوې ده نو همدا خبره په کې څرګنده ده چې ته په سفر تلې او زه درجګه نه شوم نو د ډېرې غوسې او خپګان له امله خپل ځان ته ښېرې کوي چې که تا ته پرې ونه درېدم؛ نو زما دواړه پښې دې شلې شي؛ ځکه چې نورې نو هېڅ په درد نه خوري.

بله ټپه دا ده:

په ګودر څه ټکه لوېدلې

چې کشره خور یې بدرګه ورسره ځینه

ما دا ټپه داسې اورېدلې:

په ګودر څه بلا لګېږي

چې کشره خور یې بدرګه ورسره ځینه

لومړۍ بڼه د ګودر د یوې ورځې خبره کوي یعنې په ګودر کې داسې څه نابلده او نوې پېښه شوې ده چې بل وخت به د اوبو د راوړلو لپاره یوازې تله خو نن ورسره کشره خور هم ملګرې ده؛ خو په دویمه بڼه کې بیا د داسې پېښې یادونه کېږي چې څو پرله پسې ځلې په ګودر کې پېښه شوې ده او نن ورځ د دې لړۍ یوه کړۍ ده؛ ځکه نو کشره خور ورسره بدرګه شوې او نوره نو خپله مشره خور نه پرېږدي چې د کومې بلا خوراک شي.

بله لنډۍ دا ده:

خدای خو دې بیا دې وار ته روغ کړه

خلک به وايي بخت یې تور دی یار یې مرینه

ما دا لنډۍ داسې اورېدلې:

خدای خو دې دې وار ته راروغ کړه

خلک به وايي بخت یې تور دی یار یې مرینه

په لومړۍ لنډۍ کې د پېښې پر له پسې توب څرګندېږي، څو څو ځله داسې شوي؛ خو بلا وي برکت یې نه وي. که پېښه بده هم وي خو انجام او پایله یې ښه وي، رنځور بېرته رغېږي او د زړه څخه د غم بوج کښته کېږي نو دې ځلې هم له خدای څخه د رنځور د روغتیا غوښتنه کېږي تر څو د رقیبانو له پیغور څخه مخنیوی شوی وي. دویمه لنډۍ هم همداسې کیسه راته کوي او د لنډۍ ویونکې په دواړو حالتونوکې پخپله راوي ده خو په دویمه هغې کې بیا پېښه په لومړي ځل پېښه شوې او د رنځور د روغتیا دعا غوښتل شوې او بله دا چې لنډۍ په محاوروي ژبه ویل شوې ده او د لوستلو پر وخت یې ویونکی هېڅ ډول فشار ته نه اړ کېږي، په ډېره ساده ګۍ او روانۍ سره لنډۍ ویل کېږي او په معنا یې ویونکی ډېر ژر او بې له غوره پوهېږي.

بله لنډۍ دا ده:

ټوټې ټوټې زړه به راټول کړم

راټول به نه کړم پر اشنا خپاره لاسونه

ما دا لنډۍ په دې بڼه اورېدلې ده:

ټوټې ټوټې زړه به راټول کړم

بیا به په نوم د یارانې سړی رټمه

په لومړۍ بڼه کې د یارۍ یو پوخ هوډ دی، داسې چې که زړه یې ټوټې هم شي خو د مینې له کاره به لاس په سر نه شي لکه دا ټپه:

یاري کوم منکره نه یم

که شینکی خال مې د چړو په څوکو ځینه

که حالات هرڅه شي خو مینه پرېښودل ورته لوی جرم ښکاري.

خو په دویمه بڼه کې کیسه بیخي بل ډول ده؛ بلکې تر ډېره د لومړۍ ټپې سره په ضد ښکاري. دا چې په مینه کې یې زړه مات او ټوټې ټوټې شوی نو له ځان سره دا هوډ کوي چې زه به لومړی دا خپل ټوټې ټوټې زړه راتول کړم او بیا به هر هغه کس رټم او ملامتوم به یې چې یارانه کوي او یا مینه کوي.

لنډۍ لکه د پښتو ژبې پراخه او بډایه ده که هر څومره هڅه وکړو نو ټولې لنډۍ څېړل او څه پرې ویل ناشوني بريښي. داسې په زرګونو لنډۍ شته چې دا راز لفظي او یا معنوي ورته والی ولري خو موږ دلته یو څو ټپې د نمونې لپاره وڅېړلې. که خلک هر راز فکر کوي خو زما په اند دا هم د لنډیو یوه مثبته ځانګړنه ده چې ځینې لنډۍ په لفظي توګه او ځینې په معنوي توګه یو بل ته ورته دي. دې کار د لنډیو لمنه پراخه کړې ده او د هرې لهجې او حتی هرې ژبې د ویونکو لپاره یې پر هغې د پوهېدو چاره اسانه کړې ده.

کومې لنډۍ چې موږ دلته وڅېړلې ښايي په نورو بڼو هم اورېدل شوې وي خو دا یې هغه ډولونه وو چې ما اورېدلي وو او بله بڼه یې د ارواښاد استاد بینوا په کتاب کې یاده شوې وه. باید ووایم چې لنډۍ زموږ پښتنو ګډه پانګه ده او زموږ د پېژندګلو یوه تر ټولو ښکلې وسیله ده، لنډۍ نورو ته زموږ د زړه غږ رسوي. زموږ د احساساتو کیسې ورته کوي او زموږ ویاړنې او برم څرګندوي.