ټام کروز فضا کې فلم جوړوي

د هالیووډ فلمونو نوموتی او باتجربه فلمي اداکار ټام کروز په فضا کې فلم جوړوي. دغه فلم چې نوم يي (Top Gun) دي، یو اکشن فلم دي چې د ټام کروز له لوري په نړیوال فضايي اډه کې جوړیږي. امریکايي رسنۍ وايي، د هالیووډ نوموتي اداکاراو فلم جوړونکی ټام کروز ویلي دي، چې په دي هکله يي د نړیوال فضايي اداري ناسا سره خبري کړي دي.

 

د امریکايي رسنیو د خبر له مخي، د ناسا اداري مشر جیم بریدينسټین هم پر خپل ټویټر اکونټ کې تائید کړي ده چې له ټام کروز سره يي خبري کړي دي. نوموړی لیکلي دي: ((ناسا لیواله ده، چې په فضا کې د ټامر کروز سره د فلم په جوړولو کې همکاري وکړي. موږ مشهورو رسنیو ته اړتیا لرو، چې زموږ د نوي نسل انجنیرانو او ساینس پوهانو ته الهام ورکړي، تر څو د ناسا پلانونه په حقیقت بدل کړي)).

ټام کروز به دغه فلم له ځمکې څخه ۲۵۰ میله پورته په نړیوال فضايي اډه کې جوړ کړی.

د نړیوال سپیس ایکس یا د امریکا د شخصي فضايي ترانسفورټي شرکت اجرایوي مشر ایلون مکس هم د ناسا د مشر په پوسټ په یوه ټویټ کې لیکلي دي، چې په فضا کې د فلم جوړولو لپاره د ټام کروز سره همکاري به ډېره په زړه پوري وي. په خبر کې دا نه دي ویل سوي چې څه وخت به پر فلم کار پیل شي او څومره لګښت به پري راشي. ویل کیږي نوموړی به د یاد فلم د جوړولو لپاره د ځمکې څخه ۲۵۰ میله پورته سفر وکړي.

پاته دي نه وي، چې ټام کروز د میشن ایمپاسیبل فلمونو له امله ډېر مشهور شو. نوموړی ډېر زحمت کښه فلمي اداکار دي او په خپلو فلمونو کې زیاتره وختونه په داسي صحنو کې راښکاره کیږي چې سل په سل کې د هغه ژوند ته خطره ډېره وي او حتا ځیني وختونه د فلمونو د شوټینګ پر مهال زخمي شوی هم دی.

کاپي…