ټاپسي پانو او جاقلین په یوه فلم کې سره په جنګ دي

د هندي سینما دا دوه وتلې اداکارانې د ورن دیوان سره په جدوا۲ فلم کې لوبیږي.

هندوستان ټایمز لیکي، چې که څه هم دوې دواړه په یوه فلم کې کار کوي، خو یو د بل سره يې طبعه نه لګیږي.

دوې دواړه په بیلا بیل وخت کې د فلم شوټینګ کوي او نه غواړي، چې ډیرې سره یوځای په پرده راشي.

سرچینه لیکي، چې اصلا ټاپسي له جاقلین خپه ده، او نه غواړي، چې ورسره ډیره یوځای اوسي.

دا، چې په یوه فلم کې ګډ کار او بیا یو له بله سره د صمیمي سلوک نشتون به فلم څومره مثبت یا منفي اغیزمن کړي، فلم ته به په تمه شو.