دوشنبه , 29 اپریل 2024

ټاکنو کمیسیون :سبا یکشنبه به د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوو

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټولو ولایتونو د رایو له بیا ځل شمېرلو وروسته وایي، چې سبا یکشنبه به خامخا د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي. دغه کمېسیون چې له نږدې درې میاشتو راهیسې د ټاکنو د لومړنیو پایلو پر اعلان نه دی بریالی شوی، اوس یې تازه رسنیو ته ویلي دي، چې د یکشنبې په ورځ د ډېسمبر په ۲۱ مه نېټه د ټاکنو د پایلو اعلان ته په بشپړ ډول چمتو دی. د دغه کمیسیون یو کمیشنر محمد حنیف دانشیار ویلي، چې د شنبې په ورځ د اووه ولایتونو د رایو بیا شمېرنه بشپړه شوې او نور د پایلو د اعلان پر وړاندې کومه بهانه پاتې نه ده. دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم د زده کړیالانو د فراغت یوې غونډې ته وویل، چې یوه ډله دې هم نور د ټاکنو د پایلو لومړنی اعلان نه ځنډوي. له دې وړاندې د ټاکنو کمېسیون درې ځلې د ټاکنو د پایلو د اعلان خبره کړې وه، خو وخت ناوخت بیا ځېنو ټاکنیزو ټیمونو د پایلو د اعلان پر وړاندې ستونزې جوړولې، چې دې چارې شاوخوا درې میاشتې وخت ونیو او پایلې اعلان نه شوې.