ټاکنو کمېسیون: سبا چهارشنبه د یو شمیر محلونو د رایو بیا شمېرنه پیلوي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له لورې د ورسپارل شویو هوکړو تر تحلیل او ارزونې وروسته سبا چهار شنبه د یو شمیر محلونو د رایو بیا شمیرنه پیلوي .

د ټاکنوخپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وایي، دغې کمېسیون پرېکړه کړي سبا چهار شنبه په هغه محلونو کې د رایو بیا شمېرنه پیل کړي چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون لخوا بیا شمېرنې ته تللي دي . د هغه په وینا چې د دې لړۍ د پیل لپاره یې له ټلو نوماندانو غوښتي چې خپل څارونکي دغه کمېسیون واستوي .

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له یونیم میاشتني ځنډ وروسته د تیرې دوشنبې په ورځ د جنجالي رایو په اړه خپله وروسټۍ پرېکړه په رسمي ډول د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته وسپارله .

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د وروستۍ پرېکړې له مخې له ۱۳۷ زره ۶۳۰ شکمنو رایو څخه ۱۰ سلنه او له ۱۰۲ زره ۱۲ رایو څخه چې له ټاکلي نېټې مخکې یا وروسته کارول شي ۱۵ سلنه یې ځانګړي تفتیش ته ځي.

مخکې تر دې د یوشمېر ټاکنیزو ډلو له خوا د شا او خوا ۳ سوه زره رایو په اړه جنجالونه موجود وه او یو شمېر ډلو یې د بیا شمېرنې غوښتنه درلوده.

داپه داسې حال کې ده چې د ټاکنو یو شمیر څارونکو بنسټونو پر ټاکنیزو کمېسونونو غږ کړی چې د ټاکنو پایلې پرته له ځنډه په شفافه توګه اعلان کړي او په دې تړاو د خلکو انتظار نور پای ته ورسوي