ډ ټاکنو پایلې اعلانول د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دنده او صلاحیت دی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رييس حبیب الرحمن ننګ نن سې شنبه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ټاکنو د پایلو اعلان د دوی کار دی او تر هغې چې پایلې اعلانېږي نوماندان دې له حوصلې کار واخلي.

نوموړی وایي، دوی به د تلې په ۲۷مه د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړي؛ خو په وینا یې ځینې ستونزې شته، درې ورځې کېږي چې د نوماندانو د څارونکو په تمه دي، هغوی په ساحه کې هم نشته او په ناسمو شمېرو سره خلک اندېښمنوي.

د دارالانشا رییس زیاته کړې، چې دوی پر خپل وخت د پایلو اعلان ته پوره چمتوالی لري او همدا راز به د ټولو شکایتونو د څېړلو لپاره هر ډول فرصت برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو نوماندانو ویلي و، چې  په ولسمشریزو ټاکنو کې پرته له شکه ګټونکي دي.