ټاکنو کې ګډون مو د ملي روحیې او هېوادني احساس ښکارندويي کوي

لیکوال :  مجیب پښتون

موږ چې د مستبدو حکومتونو او په سیاسي لحاظ د انارشیو او خپلسریو یو تریخ، له ناخوالو، کړاونو او ظلمونو ډکه ماضي تر شا پرې ايښې او دا مهال مو د یو ولسواک او د ولسونو د رایو پر بنسټ د ولاړ نظام په لوري ګام اوچت کړی، بایده دي چې د نړۍ د با فرهنګه خلکو او د یو بشرپاله دین د لارویانو په توګه لږ تر لږه د خپل روښانه راتلونکې لپاره د شته فرصتونو قدر وکړو. ت

پوهیږو چې پدې هېواد کې د یو قانونمند او پر اسلامي شعایرو او بشري ارزښتونو د بناء نظام رامنځته کول په داخل او بهر کې د یو شمېر افغان دښمنه کړیو او د دې ولس د هوساینې او سعادت د دښمنانو لپاره د زغم وړ نه دي او هغوی د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره په بیلابیلو پلمو هڅه کوي، چې افغانان د خپل ښه راتلونکې مایوسه او دلسرده وګرځوي.

دا ډلې د ځان بقاء په چور، تالان، افغان وژنې، ویجاړۍ او بشریت لپاره پر دې جنتي خاورې د نشه يي توکو چې د انسانانو د تباهۍ سبب ګرځي د کرکیلې په دوام او ځاني هوساینه لدې لارې د حرامې ګټې په ترلاسه کولو کې ویني.

حقیقت دادی چې د کمیت له مخې دا ډول خلک زموږ د تاریخي او عظیم اسلامي ملت د وګړو په پرتله د ګوتو په شمار دي، خو ستونزه داده چې له بدمرغه تر اوسه هم زموږ ولسونه د هغه لازم سیاسي او ټولنیز درایت څخه نه دي برخمن شوي، چې په یو غږ ښه له بدو او سم له ناسمو څخه جدا او پر وړاندې يې خپل رسا او څرګند غږ اوچت کړي.

باور لرو، که ملت د خپلې هوساینې او د ګران هېواد د پرمختګ لپاره ملي او ولسي تړون وکړي او د زور، وژنو او ګواښونو د کرغیړنو پدیدو پر ضد یو لاس شي، موږ یوازې په څو لنډو کلونو کې د نړۍ د خوشبختو ولسونو پر قطار ورګډیږو.

افغانان په طبعي لحاظ هغه سرشارې منابع لري، چې اصلاً د نړۍ ډېر بشریت يې په اړه فکر نشي کولای، دلته د کرنې او مالداری لپاره لوی خدای ج داسې طبعیت پیرزو کړی چې یوازې همدا فکټورونه د دې هېواد اقتصاد د ځان بسیاینې کچې ته رسولی شي.

خو له بده مرغه جګړو او جګړه مارو د دې سترو طبعي منابعو با وجود دا پتمن او شرافتمند ملت نورې نړۍ ته محتاج کړی او حتی ژوند يې هره لمحه د مرګ او درد له ګواښونو سره ملګرې ده.

اوس چې موږ د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو لپاره د نوم لیکنې د بهیر په درشل کې یو، بیا هم افغان دښمنه کړۍ د بیلابیلو پېښو او انساني جنایتونو په ارتکاب سره درانه خوستوال لدې بهیره ویروي او غواړي چې په ملي بهیرونو کې د خوستیو ولسونو ونډه پیکه او دوی خدای مکړه د ملت له نظره وغورځوي.

پدې ځای کې لازمه ده، د دې هېواد په نارینه او ښځینه وو او هغو ځوانانو چې د اتلس کلنۍ عمر يې پوره کړی، غږ وکړو چې اخلاقي جرئت وکړي او پدې ملي پروسه کې په هېوادنۍ مینه او ډېر زړورتوب برخه واخلي.

د افغانستان د اساسي قانون په ۳۳ ماده کې انتخابول او انتخابیدل په شرایطو د برابر هر افغان مسلم او قانوني حق بلل شوی او دا حق تضمین شوی دی.

موږ د همت او شجاعت د مثال لپاره د ګران هېواد د یو شمېر سیمو حماسه جوړونکي ولسونه لرو، چې د هغوی کلک یووالی د هغوی د کشر او مشر د عزت سبب شوی، خلک يې په امن کې شوي دي، په ټولنیز ژوند کې د ښه والي شاهد دي او تر ټولو ښه دا چې ارام او سوکاله ژوند يې اختیار کړی دی.

کچیرې زموږ د ټول هېواد د لیرې او نږدې سیمو اوسیدونکي او زموږ لوی او واړه قومونه پدې برخه کې پر همت لاس پورې کړي، عزت به يې خوندي او شملې به يې اوچتې او د تېرو مشرانو روحونه به يې په ارام کې وي.

موږ ته بایده، دي داسې نوماند ته رایه ورکړو، چې په صداقت، کاري وړتیا، د حق غوښتنې لپاره د کلام په فصاحت او بلاغت، اخلاقي جرئت، ملي موقف او د هغه پر ټولنیز شخصیت باورمن وو.

پدې هېواد کې د ناخوالو د ختمولو او پر نظام د ولسي ملاتړ د ډېریدو یوه مهمه لاره داده چې ملي شورا مو د داسو خلکو له ترکیب څخه جوړه شوي وي، چې د ملت د استازیتوب موقف وساتلی شي، د لږو مادي ګټو په خاطر د ولس باورونه په اوبو لاهو نه کړي، پردیو سره د هېواد پر سر له معاملو ځان وساتي او د داسې شجاعت نمونه وي، چې نورو ولسونو ته د افغانیت اولګو جوړ شي.

هر کله چې یو څوک د ملت د استازي په توګه د خلکو او ولسونو په کور کې د پردیو له موقفه غږیږي او د دوی په وجود کې د نورو هېوادونو د استخباراتو او مغرضو کړو ګټې خوندي ګرځي، داسې حالت افسوناک او د تاسف وړ وي.

راځئ په زغرده اعتراف وکړو، چې په شته پارلمان کې دا ملي خلا موجوده وه او یو شمېر وکیلانو په پوره سپین سترګۍ د خپل ملت د کور له مایکه د ولس د دردونو او ناخوالو د اوچتولو پر ځای د نورو د ګټو لپاره غږ اوچتاوه او د ولس د کور تریبیون يې د خپل ولس په ضد کاروه.

زموږ نظر دادی چې په راتلونکې کې موږ باید داسې پارلمان ولرو، چې هر وکیل مو په ډاډ سره د هېواد دننه او بهر کې په سیاسي، ملي او ټولنیز لحاظ د خپل ولس استازیتوب وکولای شي، موقف نیونه يې د ملي مفاداتو پر بنسټ وي، نه دا چې د ادنی ګټې په خاطر، د دې ولس غرور او شهامت سوال سره مخامخ کړي.

له ښه مرغه موږ په ټولنیزه میډیا کې وینو، هغه کسان چې د خاورې او ولس لپاره د خدمت او وفادارۍ عمل کوي، په ځانګړي ډول د ځوان نسل د بې دریغه ملاتړ او هرکلي جوګه ګرځي، خو بر عکس هغه کسان چې موقف نلري او تل په شخصي، ګوندي او سمتي ګټو فکر کوي د ولس د کرکې، غصي او توندو نیوکو تر ځپونکو ګوزارونو لاندې راځي.

د داسې روحیې په شتون کې مو تر پخوا د یوې ښې ولسي جرګې هیلې په زړونو کې ټوکیږي او باوري کیږو، چې دا ځل به هغه وکیلان د ملت کور ته لاره پیدا کوي، چې د ولس سعادت، د سرتاسري سولې تامین، د قومونو او ولسونو یووالی او د هېواد د پرمختګ ستر ارمانونه له ځانه سره ولري.

په همدې هیله، انشاالله