ټایګر زنده هې، تر را رسېدو مخکې توپان راوستی

د سلمان خان او کټرینه کیف نوی فلم لا نندارې ته نه دی وړاندې شوی، خو پوهېږئ د بالیووډ تر ټولو د مشهور او زیاتو پیسو ګټونکی باهوبلي۲ فلم ته یې ماتې ورکړه.

سلمان خان په بالیووډ کې له دې کبله هم زیات مشهور دی چې هيڅ یو فلم یې تر ۱۰۰ کروړه کمې پیسې نه ګټي، خو اوس یې باهوبلي۲ ته له دې کبله ماتې ورکړه چې یوازې ټرېلر يې په ۴ ورځو کې ۳ کروړه خلکو لېدلی دی، په داسې حال کې باهوبلي۲ په همدومره وخت کې یوازې څه د پاسه ۵ لکه کسانو کتلی وو.

اوس د سلمان خان ټایګر زنده هې فلم ټریلر په یوټيوب کې د هندي فلمونو په کتار کې تر ټولو د زیاتو لیدونکیو ځای خپل کړی دی.