ټرانسپورټ وزارت وایي، له تورخم پرته ټولې لارې بېرته خلاصي شوي دي

د افغانستان ټرانسپورټ وزارت ویلي، د هېواد بندرونه له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره خلاص دي او سوداګریزې چارې په عادي ډول روانې دي.

د یاد وزارت چارواکو رسنیو ته ویلي، د تورخم لارې پرته له ټولو بندرونو خوراکي او نور مواد هېواد ته را واردېږي او په خبره یې، اوسمهال د هېواد بندرونه له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره خلاص دي او سوداګریزې چارې د تېر په څېر دوام لري.

د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت او د سوداګرۍ  خونې د معلوماتو پر بنسټ له ایران سره اسلام قلعه، ازبکستان سره د حیره تان، له ترکمنستان سره د اقینې او تورغونډۍ، تاجکستان سره شېرخان او له پاکستان سره د چمن او سپین بولدک بندرونه، د افغانستان د سوداګرو او واردوونکو پرمخ خلاص دي او سوداګریزه راکړه ورکړه پرې په عادي ډول روانه ده.

پاکستان د روانې میلادي میاشتې په ۱۶ نېټه د تورخم بندر د مسافرو د تګ راتګ او سوداګریزې راکړې ورکړې پر مخ وتاړه، چې لا هم نه دی پرانېستل شوی.

افغانستان سره یادې لارې وروسته له هغې تر دا مهال بندې وي، چې د کرونا ویروس خپرېدو وېره په نړېواله سطحه ډېره شوه.

دا په داسې مهال ده، چې د ایران، پاکستان او یو شمېر نورو نږدې هېوادونو کې لا هم د کرونا ویروس خپرېدل په چټکۍ سره دوام لري؛ خو افغانستان کې بیا نست یادو هېوادونه ته د کرونا پېښې کمې دي.