ټرمپ امريکا ته د اسلامي هېوادونو دبندیز فرمان نن عملي کوي

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، تمه کېږي چې دغه فرمان به د مخکني هغه اصلاحي بڼه وي چې ټرمپ د تېرې جنوري مياشتې په وروستيو کې لاسليک کړ او د متحدو ايالتونو د يو شمېر محاکمو له خوا وځنډول شو.

په ځنډول شوي فرمان کې د ۷ اسلامي هېوادونو ايران، عراق، ليبيا، سوماليا، سوډان، سوريې او يمن پر وګړو امريکا ته د ورتګ لنډ مهاله (درې مياشتنی) بنديز لګول شوی و. ټرمپ په همدې تړاو په فلوريډا ايالت کې د خپلې کابينې له ځينو چارواکو، لکه د کورني امنيت له وزير جان کيري، لوی سلاکار سټيفين بېنان او د عدليې له وزير جېف سشنز سره هم کتلي دي.