ټرمپ به په هغه ایالتونو کې کمپاین وکړي چې جمهوري غوښتونکی ګوند پکې ناکام وو

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو جمهوري غوښتونکی نوماند وايي، ټاکنو ته په پاتې دوه ورځو کې به په هغه ایالتونو کې خپلې انتخاباتي مبارزې ته دوام ورکړي چې د ډیموکراټ ګوند پیاوړي مرکزونه بلل کیږي.

ویل کیږي ښاغلي ټرمپ پر پنسیلوینیا، مشي ګن او مینوسوټا ایالتونو ډیر تمرکز کړی، چې له ۱۹۷۲ کال راهیسې کوم جمهوري غوښتونکی نوماند پکې کامیاب شوي نه دي.

څومره چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه را نږدې کېږي او د دواړو نوماندانو(‌ډونلډ ټرمپ او هېلیري کلنټن) ترمنځ توپیر کمېږي، ور سره ټاکنیزې هڅې هم چټکې کېږي.

وروستۍ نظر پوښتنې ښيي، چې لا هم هېلیري کلنټن له ډونلډ ټرمپ لږ مخکې ده.

په دې نظر پوښتنه کې ویل شوي چې مېرمن کلنټن له خپل سیال یو سلنه مخکې ده، خو تېره میاشت ۶٪ ترې مخکې وه.

خو یوه بله نظر پوښتنه کې مېرمن کلنټن له ډونلډ ټرمپ ۳ سلنه مخکې او د راتلونکې سې شنبې ورځې د ټاکنو ګټونکې بلل شوې ده.