ټرمپ : خبریالان دې سپینې ماڼۍ ته نه راځي

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، چې سپينې ماڼۍ کې به له ژورنالېستانو سره خبري کنفرانسونه لغوه کړي او پر ځای به يې د خبريالانو پوښتنو ته ليکلي ځوابونه ورکوي.
ټرمپ وايي، چې ډېری وخت دی سمه خبره کوي، خو ژورنالېستان يې ناسمه تعبير کړي.
ولسمشر ټرمپ ژورنالېستانو ته گواښ کړی، چې د سپينې ماڼۍ خبري کنفرانسونه يې له دې امله پر مخ تړي، چې ژورنالېستان د سپينې ماڼۍ د رسنيزې ډلې ويناوې ناسمې خپروي.
تېره اوونۍ، د سپينې ماڼۍ رسنيزې ډلې رسنيو ته وويل، چې ولسمشر ټرمپ د فدرالي څېړنو مشر له دندنې گوښه کړی او امر يې ورته کړی، چې په دې اړه پټه خوله پاتې شي، خو ولسمشر ټرمپ خبريالان په درواغو تورن کړي، چې د سپينې ماڼۍ خبرې يې ناسمې تعبیر کړي دي.
ولسمشر ټرمپ د خپلې واکمنۍ په لومړيو کې هم د رسنيو پر ضد توندې څرگندونې کړې وې او گواښ يې کړی و، چې «درواغجنې رسنۍ به سمې لارې ته راولي.»
د سپينې ماڼۍ د خبريالانو اتحاديې د ټرمپ له پرېکړې سره مخالفت ښوولی او دا کار يې رښتيني معلوماتو ته د رسېدو پر وړاندې خنډ بللی دی.
دسپينې ماڼۍ د ژورنالېستانو د اتحاديې مشر جيف ميسن په خپل ټويټ کې وايي، رسنۍ بايد پوه شي، چې هېڅوک له قانونه لوړ نه دي او له هر چا پوښتنه کېدای شي.
ميسن وايي، د سپينې ماڼۍ خبري کنفرانسونه د معلوماتو په رسولو کې ډېر اړين دي او له منځه وړل يې د شفافيت او د سمو معلوماتو په ترلاسه کولو کې ژورنالېستان له گڼو ستونزو سره مخ کوي.

ټرمپ دا پرېکړه وروسته تر هغه کړې، چې د ټاکنيزو سياليو راهيسې يې رسنۍ پر درواغو تورنولې او ژورنالېستان يې «درواغجن او فاسد» بللي وو.