ټرمپ خپل د یو کال معاش خیرات ورکوي

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به خپل د یو کال معاش د خیرات په توګه ورکړي. په دې هکله خبر د سپېنې ماڼې استازي شان سپایسر ورکړی دی.

په کال کې د امریکا د ولسمشر معاش ۴۰۰ زره ډالره دی. ولسمشرۍ ته د خپل ټاکنیز کمپاين په ترڅ کې ټرمپ ويلي وو، چې په پام کې نه لري، د یو ډالر پرته معاش واخلي.

له دې مخکې په هغه له دې کبله نیوکې شوې وې، چې هغه د خپلې سوداګرۍ داوږدې مودې په ترڅ کې خیرات نه دی کړی.

د Forbes в 2016 مجلې د څېړنو له مخې؛ دډونالډ ټرمپ شتمني ۳،۷ ملیارده دالره ده.

د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو په نوملړ کې چې خپل معاش یې خیرات په توګه ورکړی دی، هربرټ هوور او جان کېنیډي شامل دي.