د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ خپل یو ډیر مهم سلاکار چې د ستراتيژۍ د جوړولو د څانګې مشر وو له دندې ګوښه کړ.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ خپل یو ډیر مهم سلاکار چې د ستراتيژۍ د جوړولو د څانګې مشر وو له دندې ګوښه کړ.
ټرامپ خپل مهم سلاکار او ستراتیژي جوړونکی ستیف بانون د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د دندې ګوښه کړ.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ټرامپ د ستیف بانون د دندې د ګوښه کولو پریکړه پخپله رضا کړې ده . د ویلو ده چې بانون د امریکا د جمهوریت غوښتونکو ګوند د غړیو لخوا په توکمپالنې، جنسیت ګرايي او بهرنیانو سره د دښمنۍ په تور تورن شوی وو.
د امریکا د بلامبورګ خبري اژانس د بانون د دندې نه د ګوښه کیدو خبر خپور کړ. وروسته سپینې ماڼۍ د خبر پخلی وکړ. د سپینې ماڼۍ یو تن چارواکي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د فبروري په میاشت کې د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین د استعفا کولو نه وروسته د ملي امنیت په شورا کې د ښاغلي بانون دنده د خطر سره مواجه شوې وه.
هغه پخپله د جمهوریت غوښتونکو ګوند په منځ کې په توکمپالنې، جنسیت ګرايي او دښمنانو سره د دښمنۍ په تورونو تورن وو. د ملي امنیت شورا بیا د امریکا د بهرنیو سیاستونو او پریکړې مهم مرکز بلل کیږي. داسې یو شخص څنګه کولی شي چې پدې مهم مرکز کې په مهم پوست کې دنده اجرا کړي.
ستیف بانون د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ټرامپ د ټاکنیز کمپاین مشري په غاړه درلوده. هغه د ټرامپ د ادارې یو ډیر مهم او ټرامپ ته نږدې څیره وه.