ټرمپ: دامریکا او روسیې ښې اړیکې نړۍ بدلولای شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي له مسکو سره د واشنګټن ښې اړیکې ددې سبب کېدای شي چې نړۍ د ژوند لپاره غوره ځای شي.

ډونالډ ټرمپ پرون د فنلنډ له ولسمشر سره په ګده خبري غونډه کې ویلي، چې دی د خپلو پرېکړو په برخه کې جدي دی. هغه له مکسیکو سره پر پوله جوړېدونکي دیوال ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې دا دېوال به جوړيږي او لګښت به یې هم مکسیکو ورکوي. همدا راز یې له ترهګرۍ سره په ټوله نړۍ کې پر جګړې ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې دا د (شر قوتونه) به ارو مرو له منځه وړل کېږي. ټرمپ ویلي چې که د مسکو او واشنګټن اړیکې ښې شي نو نړۍ به د ژوند لپاره غوره ځای شي.