ټرمپ :  د مشرانو جرګې د استخباراتي مشر د نیولو امر کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د مشرانو جرګې د استخباراتو د جرګې مشر ادم شیف خیانت کړی دی.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، شیف یوه ګواښوونکې خبره کړې او د اوکراین له ولسمشر سره په ټلفوني خبرو کې یې، ده ته منسوبه کړې په داسې حال کې چې ده داسې کوم څه نه دي ویلي او هغه باید د ستر خیانت په تور ونیول شي. نوموړي د شوې خبرې په اړه ډېر څه نه دي ویلي. ټرمپ دا خبرې وروسته تر هغه کوي چې د امریکا د سنا مرستایلې نانسي پلوسي د ټرمپ د لرې کولو لپاره د رسمي څېړنو غوښتنه کړې ده.