ټرمپ د وژل شویو امریکایي سرتیرو د درناوي په مراسمو کې ګډون وکړ

 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دلوېر ایالت ته تللی او هغو دوو امریکايي سرتېرو ته د درناوي په ځانګړو مراسمو کې ګډون کړی، چې د ننګرهار په شېزادو ولسوالۍ کې وژل شوي وو. د تېرې شنبې په ورځ یو تن چې د افغان پوځ یونیفورم یې په تن کړی وو، پر امریکایي سرتېرو ډزې وکړې، چې په نتیجه کې یې شپږ امریکایي سرتېري ټپیان او دوه نور یې ووژل. له پیښې وروسته د امریکا دفاع وزارت وویل، چې وژل شوي امریکايي سرتېرو کې خاویر ګوټریز او انتونیو روډ رېګز شامل دي.