ټرمپ له طالبانو سره د سولې تړون په مشروط ډول ومانه

 نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې د هوکړې د لاسلیک لپاره په مشروط ډول منظوري ورکړې ده. ورځپاڼه د لوړ پوړو امریکايي چارواکو له قوله وايي، د سولې هوکړه به هغه وخت لاسلیک کېږي چې طالبان د تاوتریخوالي دایمي کمولو ته ژمنتیا ښکاره کړي. چارواکو ویلي، که طالبان غواړي د سولې هوکړه لاسلیک شي نو د روانې میاشتې په اخره کې باید اووه ورځې له تاوتریخوالي لاس واخلي. د طالبانو یو لوړ پوړي چارواکي هم نیویارک ټایمز ته د دغو ټکو تایید کړی دی. په واشنګټن کې یوه جګپوړي دیپلومات وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د جوړجاړې پر اصولو ۹۵ سلنه موافقه شوې، خو د نهايي موافقې پر سر جوړ جاړی ښايي په راتلونکو څو ورځو کې وشي.