ټرمپ وايي، د روسیې، ایران او سوریې وروستیو کړنو د بشریت مخ تور کړی

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ پر روسیه، ایران او د سوریې پرحکومت په سوریه کې د روانې “بشري رسوايي” د مسئولیت تور پورې کړ.

ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته وویل، “هغه کارونه چې روسیې، ایران او د سوریې حکومت په وروستیو کې په سوریه کې کړي، د بشريت مخ تور کړی دی.”

ډونالد ټرمپ په داسې وخت کې دا څرګندونې کړې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په سوریه کې د دېرش ورځني اوربند د ټینګېدلو پر وړاندیز رایي ګیري کوي.

د اوربند وړاندیز د دې لپاره شوی چې د جګړې په سیمه کې ملکي وګړو ته بشري مرستې ورسېږي او زخمیان روغتونونو ته ولېږدول شي، خو د روسیې حکومت پخوا له داسې وړاندیز سره مخالفت څرګند کړی و.

د روسیې حکومت ویلي چې داسې وړاندیز له واقعیته لرې دی ځکه د داعش زیات وسله وال لا هم په سیمه کې فعالیت لري، خو د فرانسې ولسمشر او د جرمني صدراعظمې له روسیې غوښتنه کړې چې د امنیت شورا په غونډه کې د اوربند وړاندیز ته مثبته راییه ورکړي.

بهادرخان