د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي د جمهوري غوښتونکو ګوند د استازو پر ضد د ځینو لاریونونو تر شا د مخکیني ولسمشر بارک اوباما لاس دی.
ټرمپ د امریکا له فاکس نیوز چینل سره په خپله تازه مرکه کې د هغه پر ضد د وروستیو لاریونونو په اړه ویلي، چې د لاریونونو تر شا د بارک اوباما لاس دی؛ ځکه د هغه پلویان ډير پکي لیدل کيږي.
په دې وروستیو کې د واشنګټن په ګډون د امریکا په ځینو لویو ښارونو کې د ټرمپ د ځینو پلانونو پر ضد لوی لاریونونه وشول.
ډیموکرات ګوند چې مخکینی ولسمشر اوباما یې هم غړی دی، د دغه پلان قوي مخالفت کوي. تراوسه په خپله ولسمشر اوباما د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. ټرمپ دا خبره هم وکړه چې ښايي له سپينې ماڼۍ د ځینو معلوماتو په افشا کولو کې هم د اوباما د ځینو کسانو لاس وي.