ټرمپ وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون نهایي کېدو ته په تمه دی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي،‌ که د امریکا او طالبانو ترمنځ‌ د سولې تړون نهايي شي، نو دی به یې لاسلیک کړي. نوموړي دغه څرګندونې سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې کړي، چې ویلي یي دي د تړون تر نهایې کېدو وروسته به یې په خپل نوم لا سلیک کړي. په ورته مهال د اسلامي همکاریو سازمان په یوه خپره کړې اعلامیه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې لاسلیکولو د نیټې معلومولو د اعلان هرکلی کړی او دا یې د دایمي سولې او ثبات لپاره یو غوره ګام بللی دی.