د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د کرونا ویروس پر ضد مبارزه کې یې د همکارانو نظر د خلکو د پام وړ وي؛ خو د ده څرګندونې چاته هم د منلو وړ نه وي او د هیچا نه خوښیږي.
هغه د اڅرګندونې سپينه ماڼۍ کې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې د وروستي وضیعت په اړه خبریالانو ته د معلوماتو پر مهال وکړې.
ټرمپ ویلي، چې د کرونا پرضد د مبارزې په برخه کې د انتاني ناروغیو د متخصص انتوني فاوسي نظر د ټولو لپاره د منلو وړ وي خو د ده نظر ته څوک پام نه کوي په داسې حال کې چې دواړه په دې برخه کې د امرېکا لپاره کار کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د کوینیپیک پوهنتون لخوا په ترسره شوې ټولپوښتنه کې معلومه شوې ده چې د امریکا ۶۷ سلنه خلک د کرونا ویروس په مسئله کې د ټرمپ په څرګندونو باور نلري. په همدې نظر پوښتنه کې بیا معلومه شوې ده چې خلک د فاوسي په څرګندونو پوره باور لري.