ټرمپ وایې،دلاس ویګاس حمله دامریکایانو تر منځ درز نه شي اچولی

 

په متحده ایالاتو کې د لاس ویګاس ښار پر یوه کنسرټ له حملې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې سبا چهارشنبه د پېښې ځای ته ځي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال په لاس ویګاس کې پر ملکیانو برید یو شریر اقدام وباله.

د وروستیو راپورونو له مخې په دې برید کې ۵9تنه وژل شوي او تر ۵۲۷ ژوبل دي.

د لاس ویګاس د یکشنبې د شپې دا برید د امریکا په تاریخ کې د یوه تن له لوري په ډزو تر ټولو خونړۍ حمله بلل شوې ده.

حمله کوونکی چې ۶۴ کلن و، د هوټل له دوه دېرشم منزله کنسرټ ته پر راټولو شویو خلکو چې شمېر ۲۲ زره تنو ته رسېده، ډزې پیل کړې.

له دې پېښې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په وینا کې وویل، هېڅ څوک په دې ډول شریرو کارونو د امریکایانو ترمنځ یووالی زیانمن کولی نه شي.

نوموړي زیاته کړه:

“زموږ یووالی د شریرو اقداماتو په وجه له منځه نه ځي، زموږ یووالی په تشدد نه شلېږي، سره له دې چې موږ د خپلو خلکو پر وژلو غوسه یوو،دا ډول پیښې

چې زموږ نن او سبا د تل لپاره ټاکي.؛او مونږ ترې ډير څه زده کړل.

پولیس د «مندلي بې» هوټل مخته د کنسرټ لپاره پر راټولو شویو خلکو د بریدکوونکي په اړه وايي چې هغه سټېفن پډاک نومېږي د نووادا ایالت د متقاعدانو په هستوګنځي کې اوسېده.

سره له دې چې داعش وسله والې سخت دریځې ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی، امریکايي چارواکي د دې ادعا په اړه شک لري.

یوه پولیس چارواکي وویل، سټېفن پډاک د رواني ناروغۍ سابقه لرله.

د ده پلار په ۱۹۶۰ او اویایمه لسیزه کې له بانک څخه د غلا په خاطر د پولیسو تر تعقیب لاندې و.

پډاک په خپله کلونه مخکې د پیلوټۍ لایسنس درلود او ورته نېږدې کسان وايي چې نوموړی په ځان کې ورک او منزوي سړی و.

خو له بلې خوا د داعش یا اسلامي دولت د سخت دریځې ډلې خبري اژانس اعماق ادعا کړې چې د لاس ویګاس حمله کوونکی څه موده مخکې مسلمان شوی و.

د امریکا ولسمشر له دې پېښې وروسته امر وکړ چې د دغه هېواد بیرغ دې دباندې او دننه په متحدو ایالتونو کې نیم ځوړنده شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دا پېښه په کلکه وغندله او د امریکا له حکومت او ملت سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

ویل شوي چې حمله کوونکي د هوټل خونې ته له ځان سره ۱۰ ماشینګڼې خېژولې وې.

په دې اړه څېړنې روانې دي چې ده له دې سره سره چې هوټل امنیتي کمرې او مجهز امنیتي سیسټم درلود، څرنګه د هوټل خونې ته وسلې وړې وې؟