ټرمپ پر روسيې او ایران نوي بنديزونه لاسليکوي

تېره اوونۍ کانگريس پر روسيې، ایران او شمالي کوريا د بنديزونو ملاتړ وکړ او ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرېکړه کړې، چې د کانگريس له ملاتړ وروسته پر روسيې د نوو بنديزونو قرارداد لاسليک کړي.

پر روسيې او ایران د نوو بنديزونو له لاسليکولو سره د مسکو او واشنگټن اړيکې نورې هم ترنيگلې کېدای شي او ټرمپ دا تمه لري، چې روسيه به هم د متحده ايالتونو پر ضد ورته گامونه واخلي.

پر مسکو د بنديزونو سربېره پر ايران هم د نوو بنديزونو له لگولو سره د تهران او مسکو اړيکې نورې هم ترينگلې شوي او ایراني چارواکو ويلي، چې د ټرمپ ادارې له لوري نوي بنديزونه د ایران او امریکا ترمنځ له اتومي تړونه سرغړونه ده.

د کانگريس له لوري پر روسيې، ایران او شمالي کوريا د نوو بنديزونو سربېره د کانگريس جمهوري پلوو او ډيموکراټانو د ولسمشر ټرمپ د واکونو د کمولو قرارداد هم تصويب کړی دی.

امريکايي رسنۍ وايي، که ولسمشر ټرمپ هر نظر لري، خو کانگريس غواړي د روسيې پر ضد سخت گامونه پورته کړي.

امریکايي استخبارات او د ډيموکراټانو گوند وايي، چې روسيې په ولسمشريزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ او جمهوي پلوو په پلوۍ مداخله کړې او همدارنگه د ټرمپ د ادارې ځينې لوړپوړي چارواکي او د کورنۍ غړي هم له روسيې سره په اړيکو تورن شوي دي.

مايکل فلین د خپلې دندې په لومړنيو ورځو کې د يو شمېر اسنادو له مخې له دندې گوښه کړای شو، خو ټرمپ له روسيې سره هر ډول پټې اړيکې رد کړي او ويلي يې و، چې مسکو په ولسمشريزو ټاکنو کې لاسوهنه نه ده کړې.

د امريکايي سياستپوهانو په باور ولسمشر ټرمپ کولای شي، چې دغه قرارداد رد

کړي، خو د دې معنا به دا وي، چې نوموړی د روسيې پلوی دی او که ټرمپ له دغه قرارداد سره مخالفت ونه کړي، نو د دې معنا بيا دا کېدای شي، چې د ټرمپ خپله اداره له ده سره مخالفه ده.

د څارونکو په وينا که ټرمپ دغه قراراد لاسليک کړي، د روسيې په تړاو به پر ټرمپ د خواخوږۍ تور له ده لرې شي، خو واشنگټن به د مسکو له لوري له ورته غبرگون سره مخ شي.

مسکو هم ويلي، که واشنگټن پرې نوي بنديزونه ولگوي دوی به د امريکا پر وړاندې ورته گامونه واخلي او امريکايي ډيپلوماټان به له خپل هېواده وشړي.