ټولنيز ارزښتونه څه دي؟سید امرالله امید

هر هغه څه چې ټولنه ورته په اهميت قايله وي، ټولنيز ارزښت ګڼل کېږي، د بېلګې په توګه عقيده او ګروهه ټولنيز ارزښت دی، مذهب ټولنيز ارزښت دی، اخلاق ټولنيز ارزښت دی، کلتور ټولنيز ارزښت دی، پوهه، محبت، روغتيا، شتمني، راشه درشه، مېلمه پالنه، فصاحت  و بلاغت، چوپتيا، ښه وينا، سخاوت، غيرت،  درناوی، پښتونولي، اتفاق  دا ټول ټولنيز ارزښتونه دي. يانې هر هغه څه چې د ټولنې خلک يې د يو جوهر په توګه مني او  ورته اهميت لري، ټولنيز ارزښت ګڼل کېږي. هغه که مادي ارزښتونه دي او که معنوي.

د ټولنپوهنې د علم له مخې هم ټولنيز ارزښتونه هغه دي چې ټولو ته د منلو وړ وي. يا په بله وينا هر هغه څه چې د ټولنې د ستاينې وړ وي ټولنيز ارزښت ګڼل کېږي. کېدای شي يو څه به د ځېنو لپاره د منلو وړ نه وي، يا به په حقيقت کې ارزښت نه وي، خو  د ټولنې اکثريت  چې يې ارزښت ګڼي ټولنيز ارزښت دی. لکه د نسب او قوميت موضوع ښايي ډېرو ته د منلو وړ نه وي او په عقيده کې هم دا اصل په پام کې نه نيول کېږي، خو په دې سترګې نه شي پټېدای چې دا ټولنيز ارزښت دی او خلک ورته په ارزښت قايل دي.

فرانسوي ټولنپوه ژان کازنو وايي: (( ګروهې، سلوکونه، پېژندنې، فنون او مادي شيان چې په اړه يې د خلکو افکارو او باورونو بڼه نيولې او په تجربو رسېدلي وي، ټولنيز ارزښتونه ګڼل کېږي)). په هره ټولنه کې د خلکو عقيده ټولنيز ارزښت دی او ټول خلک ورته په درنښت قايل وي، غوره سلوک، اخلاقي رفتار او نېک کردار د ټولنې ارزښت دی. د خلکو پېژندنه، پخپله د ارزښتونو پېژندنه، د علومو پېژندنه او نورې پېژندنې ټولنيز ارزښت دی، د شعر فن، د ليکوالۍ فن، د ويناوالۍ فن، د موسيقۍ فن،  د زرګرۍ فن، د ميناتورۍ فن، د نقاشۍ فن، د رسامۍ فن، د خطاطۍ فن او نور  فنون چې خلک ورته په اهميت قايل دي ټولنيز ارزښتونه ګڼل کېږي. ټولنيز ارزښتونه په هره ټولنه کې يو شان نه دي، په هر هېواد، هر مذهب او هره عقيده کې ټولنيز ارزښتونه سره په توپير کې دي. ختيځ او لوېديځ سره د سوسيالېزم او کپيټالېزم په ارزښتونو کې اختلاف لري. بودېزم، يهوديت، نصرانيت او اسلام مبارک دين سره په ارزښتونو کې توپير لري.

د هرې ټولنې ټول ارزښتونه د عقيدوي ارزښت، اجتماعي ارزښت، اقتصادي ارزښت او فرهنګي ارزښت تر سيوري وده کوي او دا څلور ارزښتونه د ټولنيزو ارزښتونو ټول فروعات په بر کې نيسي. دلته موږ په دې بحث نه کوو چې څه شی ارزښت دی او څه شی نه دی، موږ يوازې په دې بحث کوو چې ټولنه څه شي ته په ارزښت قايله ده او څه شي ته نه ده.  په بلخ کې د سخي صاحب جنډه پورته کول بې ارزښته او عقيدوي بنسټ نه لري، خو ټولنې اوس د ټولنيز ارزښت په توګه منلی دی. زيارتونو ته د ښځو ډله ډله ورتګ ښايي عقيدوي ارزښت ونلري، خو دغه اصل اوس هم په ټولنه کې  د يو ارزښت په توګه ژوندی دی، ځېنې کلتوري رسومات په هره ټولنه کې شته چې ټولنيز ارزښتونه ګڼل کېږي.

د رايمونډ ويليمز  (Raymond Williams 1921-1988)  په باور ارزښتونه په معنوي لحاظ په دوه ډوله دي، يو يې په څرګند ډول اجتماعي ارزښتونه دي، چې خلک ورته ځير دي، خلکو ته اهميت لري او رسېدلو ته يې هڅه کوي، دويم ډول يې د بېلابېلو کړنو په اړه د اخلاقي قضاوت معيار او ظابطه ده، چې نوموړی عالم دې ته فرهنګي ارزښت وايي.

ټولنيز ارزښتونه په حقيقت کې اخلاقي احکام دي، يا هغه حکمونه دي چې ټولنې ته ارزښت لري، ټولنه د همدغو ارزښتونو په چوکاټ کې خپل عقيدوي او فرهنګي مزل کوي او له نورو ټولنو سره د توپير حدود ټاکي. جرګه زموږ د ټولنې ارزښت دی، خو ښايي په نورو فرهنګونو کې دا اصل کمزوری وي، هلته ښايي خلک قانون او حکومت ته مراجعه وکړي او د جرګې په نوم څه ونلري. حيا ټولنيز ارزښت دی، خو ښايي په غېر مذهبي ټولنو کې دا ارزښت معکوس تعبير ولري. د مشرانو درناوی او تور سرو ته درناوی زموږ ټولنيز ارزښت دی، خو شايد په ځېنو ټولنو کې دا موضوع په بل ډول وي.

څومره چې انساني ټولنې په بېلابېلو فرهنګونو وېشل شوي دي، هماغومره يې سره ارزښتونه په توپير او اختلاف کې دي، ځېنې ټولنې مادي ارزښتونو ته ترجيح ورکوي او ځېنې بيا معنوي ارزښتونه معتبر ګڼي، ځېنې ټولنې بيا دواړه ارزښتونه مهم او د ټولنې د مادي او معنوي پرمختګ په لاره کې اړين ګڼي. په ځېنو ټولنو کې د کلتوري ارزښتونو د ودې لپاره کار کېږي، په ځېنو ټولنو کې بيا کلتور په اصيل او نا اصيل وېشل کېږي، اصيل فرهنګ ارزښت ګڼل کېږي او د نا اصيل پر وړاندې مبارزه کېږي. که په لنډه توګه ووايو ارزښتونه د ټولنې له مادي او معنوي سرچينو الهام اخلي او په هره ټولنه کې د يو مهم اصل په توګه ځای او مقام لري. څرنګه چې کلتورونه بدلون مومي، ورسره فرهنګي او ټولنيز ارزښتونه هم بدلېږي. نن نړۍ د زياتو ټولنيزو ارزښتونو شاهده او هره ټولنه خپل خپل ارزښتونه لري.