دوشنبه , 29 اپریل 2024

ټولنیز اخلاق

شرافت ویاړ

 

تولنیز اخلاق مو د محمدي اخلاقو په پرتله له نشت سره مساوي دي،ځینې وایي چې ښایست هغه څه دی،چې هر سخت زړی او هر کس ورمات وي،خو زه وایم اخلاق هغه ښایست دی،چې په وړاندې یې هر ځواک موم دی.

 

په انسانانو کې د اخلاقو د ښه والي په تعقیب د حضرت عبد اللہ بن عمر رضي اللہ عنهما روایت دی چې: له تاسو نه ښه هغه څوک دی،چې اخلاق یې برابر وي. (صحیح مسلم/البخاري)

 

اخلاق هغه څه دي کوم چې هر کس ورته اړتیا لري،او د اړیکو د ټینګېدو او له خلګو سره د ښه چلند یوه غوره لار ده.پکار ده له کلیوالو ،کورنیو خپلوانو او عوامو سره ښه چلند وکړل شي.

 

الله (ج) وايي: بې شکه الله (ج) د یو قوم ښه حالت تر هغه وخته  نه بدلوي، ترڅو چې هغوی خپل چلند بدل نکړي.(سورة رعد، پ ۱۳)

 

پخواني متل کوي وایي: (لږ غږېږه ښه غږېږه)

ډېر غږېدل، بې سر او بې پایه غږېدل رښتیا هم پر شخصیت منفي اغېز غورزوي،بې ځایه غږېدل ډېری خلګ د شخصیت (جز) ګڼي،دې ته په کتو ډېر غږېدل واقع هم د فکر نمایندګي کوي،لکه څرنګه غر دغسې یې کربوړی،لکه څرنګه غږېدل دغسې فکر روزنه او شخصیت.

د دې اړوند له حضرت ابو درداء (رض) څخه روایت دی، چې حضرت محمد (ص) ویلي دي: چې د قیامت په ورځ به د مؤمن لپاره بل هېڅ یو عمل بغیر د ښو اخلاقو نه زیات وزن دار نه وي، الله (ج) له اړتیا پرته خبرې کوونکی او بې حیاء خبرې کوونکی بد ګڼي. (ترمذي)