ټولې ادارې دې له بېځایه شویو کورنیو سره مرستې وکړي

دغه څرګندونې د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبد الله عبد الله د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ته په سپېدار ماڼۍ کې د جوړې شوې غونډې پر مهال وکړې.

په دغه غونډه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وویل هغه کورنۍ چې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستنېږي د ماليې وزارت لخوا د لارې ترانسپورت او نقدې پیسي د اولیه ضرورتو لپاره ورکول کېږي.

د یادونې وړه ده چې په دې وروستیو کې د جګړو له امله د هېواد په بیلا بېلو سیمو کې ګڼ شمېر کورنۍ بیځایه شوي، چې اوسمهال جدي مرستو ته اړتیا لري.