ټول هېواد کې د رایي ورکونې بهیر بریالی روان دی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسئولین وایي، نن سهار اووه بجې په ټول هېواد کې  د رایې ورکوونې بهیر پیل شوی او تر دا مهاله بریالی روان دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې دا بهير به نن دري بجې پای ته ورسېږي؛ تر دې مهاله افغانان په ډاډه زړه د رایو محلونو ته روان دي.