ټول هېواد کې د کرونا ویروس ۷۸۷ تازه پېښې اضافه شوي دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، په دې هېواد کې ۷۸۷ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې سره په ټول هېواد کې د دغې ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۸ زره ۵۴ ته رسیږي.

یاد وزارت زیاتوي، په ټول هېواد کې د کرونا ویروس ۱۲۹۶ مشکوکې نمونې کتل شوي، چې ۷۸۷ یې مثبتې ختلي دي.

تر ټولو زیاتې پېښې په پلازمېنه کابل کې ثبت شوي، چې ۳۲۳ دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو په اساس  د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې پلازمېنه کابل کې ۳۲۳، هرات کې ۱۱۰، کندهار کې ۶۵، ننګرهار کې ۵۴، بادغیس کې ۴۸، خوست کې ۴۰، پکتیا کې ۳۶، بلخ کې ۳۴، پکتیکا کې ۳۲، کنړ کې ۱۵، نیمروز کې ۱۸، تخار کې ۸، بامیان کې ۲، لوګر او پروان ولایتونو کې یوه مثبته پېښه اضافه شوې ده.

تر اوسه په ټول هېواد کې د دغې ناروغۍ له امله ۳۰۰ تنه مړه شوي او ۱۵۸۵ تنه بېرته رغیدلي دي.