ټویټر پر دروغي خبرونو د جعل ټاپه وهي

ټویټر وايي، هغه ټویټونه چې محتوا یې جعلي وي، یا یو مخ له خپلې پاڼې لېرې کوي او یا هم د جعل ټاپه پرې وهي.

ټویټر دا اعلان په داسې حال کې وکړ چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات په رانژدې کېدو دي.

دې شبکې په خپله خبرپاڼه کې د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول د جعلي لیکنو یا پیغامونو په اړه خپل دریځ څرګند کړی دي.

دې شبکې له تېر کال راهیسې د جعلي او تېرایستونکو ټویټونو په اړه پر یوې پرېکړې غور کاوه.

د ټویټر له تازه پرېکړې سره سم، هغه ټویټونه یا پیغامونه چې تېرایستونکي یا مضر وي، د ټویټر له پاڼې یا کاملاً لېرې کېږي او یا یوه ځانګړې ټاپه پرې وهل کېږي چې خلک وپوهېږي دا پیغام دروغي دی.

ټویټر همداراز هغه پیغامونه له منځه وړي چې د چا ژوند ته ګواښ وي یا په ټولنه کې د بلوا سبب کېږي.

د ټویټر شبکې په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، ځینې وخت د دې شبکې د کاروونکو هدف دا نه وي چې دروغ یا جعلي مطالب خپاره کړي، خو د دې لپاره چې دا ډول مطالب مضر دي، ټویټر یې له خپلې پاڼې لېرې کوي څو خلک یوازې حقیقي او کره خبرونه وویني.

کاپي………