ټيکنالوجي په ساده ژبه

لیکوال : نور احمد عایل

ټيکنالوجي څه شي ته وايي؟

ټيکنالوجي Technologyچې له يوناني کليمې Techo,Teche او Logia څخه رغول شوې ده ،مانا یې په مهارت او هنر سره جوړول او په علم او پوهه کې هنر او مهارت ښودل مانا شوي دي . په انګرېزي کې یې معادل Science of Craft دی،په پارسي کې ځينې وخت فناوري هم ورته وايي.

ټيکنالوجي په هغه پراخ مفهوم چې لري یې په سلګونو تعريفونه يې شوي دي

ټيکنالوجي هغه افزار (که سافټ وي او يا هارډ) ، مفاهيم او روشونه دي چې د انسان ستونزې ، مشکل او معضلې پرې حل شي، هدف ته ژر پرې ورسېږي او طبيعت د خپل ځان په ګټه پرې راوڅرخوي.

يا ټيکنالوجي د څېړنو او تجربو هغه نهايي محصول دی چې په هغو کې اطلاعاتي ، فني توکي په سوداګريز محصول بدل شي. يا ټول هغه شيان چې انسان جوړ کړي او په طبيعي ډول د ځمکې پرمخ موجود نه وو.

د انسان لخوا د موادو او افزارو جوړول چې له طبيعت سره ځان سازګار کړي او يا ځان پکې تغيير کړي.

يا د اطلاعاتو، مهارتونو، افزارو او روشونو هغه ټولګه ده چې د اړتيا وړ محصولات د انساني مشکلاتو د حل ، مرستې، قابليتونو د ارتقا او نورو په موخه جوړ کړي.

د ټيکنالوجي تاريخ لومړی ځل هغه وخت ته ورګرځي چې غارمېشتو انسانانو د خپل ځآن د دفاع او ښکار لپاره عادي تيږې توږلې او د دفاع د الې په توګه به یې کار ترې اخيست، يانې له خپل لومړني هنر او مهارت څخه یې د نېزې ، لېندۍ او غشي په جوړولو کې کار واخيست.

بيا وروسته چې دوی يوازې پلي پر لاره تلل د څرخ (د ټانګې د ګاډۍ د څرخ) په جوړولو بريالي شول او بيا به یې په اهالي شويو حيواناتو پسې تاړه او د حمل و نقل لپاره به يې کار ترې اخيست ، بيا یې په اور باندې مس او اوسپنې ویلې کولو چل زده کړ او د ځان لپاره یې وسلې او نور شيان لکه توره ، زغره ترې جوړ کړل.سوکه سوکه دا پرمختګ د پېړيو په پوړيو کې پسې روان و تردې چې د ۱۲۰۰ او ۱۵۰۰ زېږدي پېړۍ ترمنځ ټوپک په هغه ابتدايي بڼه جوړ شو بيا یې له ۱۵۰۰ څخه تر ۱۸۰۰ زېږدي پورې د توپخانې او کښتيو په برخو کې پرمختګ وکړ، او مهمه دا چې د بخار ماشين د جيمز واټ لخوا جوړ شو . په ۱۸۵۰ او ۱۹۵۰ زېږدي کال کې الوتکې، ټانکونه ، جنګي کښتۍ ،د حمل ونقل وسيلې او ورانونکې وسلې جوړې شوې له ۱۹۵۰ زېږدي کال څخه تر ۲۰۰۰ پورې بيا د اوبتل ، د لويو وچو ترمنځ اوږد واټنه توغوندي، د اړيکو او ارتباطاتو ټينګولو وسيلې انټرنېټ ، تليفون ، سټلايټ نور ډېر برېښنايي توکي او په بېلابېلو برخو کې د ټيکنالوجي په اړه مشخصې ، منظمې او ګرندۍ هڅې پيل شوې.

له ۲۰۰۰ وروسته خو تاسې ټول د ټيکنالوجيکي هڅو او پرمختياوو شاهدان یئ چې څه ډول نړۍ په بې ساري ډول د پرمختګ، او حرکت په حال کې ده او ډېرو هغو توکو ، ماشينونو، مفاهيمو او روشونو سره بلد او اشنا يئ او يا مو د تلويزيون، فلمونو او ټولنيزو شبکو له لارې ليدلي دي چې په نړۍ کې د چټکې پرمختيا په حال کې دي.

ټيکنالوجي له تېرو ۲۰۰ کلونو څخه ډېر او له تېرو شلو کلونو څخه د بې ساري او په اصطلاح د ناقابل پېش بيني ترحده چټکه روانه ده.

هغه څه چې موږ عام افغانان یې ټيکنالوجي بولو او ډېری يې په دې ګروه يوو چې ګويا چې يوازې همدغه ټيکنالوجي ده اوبس ، هغه (کمپیوټر، موبايل، انټرنېټ ، سمارټ ګړۍ، تلويزيونونه او ځينې نور برېښنايي توکي دي)، خو ټيکنالوجي په هغه ستر مفهوم چې لري يې ډېر څه په ځان کې رانغاړي او له دې سرحدونواو پولو څخه اوړي، ځکه دغه شيان چې موږ ورته ټيکنالوجي وايوو، د ټيکنالوجي د يوې برخې په توګه چې معلوماتي او ارتباطي ټيکنالوجي (ICT ) يې بولي مطالعه کېږي چې راډيو، تلويزيون، کمپيوټر، موبايل، نيټورک، هارډوير، سټلايټ سيستم، پروګرامونه او اپليکېشنونه پکې راځي په اصل کې ټيکنالوجي په سلګونو ډولونه لري چې په هريوه غږېدل او څېړل یې ډېر وخت غواړي خو ځينې یې لکه طبي ټيکنالوجي، بانکي، نظامي، هستوي، فضايي، ښوونيزه ، ارواپوهنيزه او نورو له نومونه سره موږ او تاسې يو څه اشنا یوو.

ټيکنالوجي په خپل پراخ مفهوم په دريو برخو کې راڅرګندېدلی شي.

په افزارو او الاتو کې لکه مشينري (پرمختللې او يا هم ساده، ډيجيټل او ايا هم سيمپل)

په سافټ ډول لکه پروګرامونه، اپليکېشنونه او نور….

مفاهيم، تاکتيکونه، او روشونه، اغېزمنې او موثرې لارې چارې لکه ښوونيز او ارواپوهنيز اصول، کړنلارې چې د سمې زده کړې او سالمې روغتيا لپاره اړينې او ضروري دي.

د تاريخي فدامت له مخې په پخوانۍ، نوې او نېنوټيکنالوجي وېشل کېږي چې په هره برخه یې په ځانګړي ډول رڼا واچوله.

د پېچلتيا له مخې يې ټيکنالوجي د لوړې کچې، منځنۍ کچې او ټيټې کچې په څانګو تقسیمېږي.

د ټيکنالوجي اغېزې يې د ټولنې په هره برخه کې روښانه دي د مثال په توګه د طب په برخه کې د طبي ټيکنالوجيکي وسايلو شتون چې دا ټول د انسان سره د مرستې ، مشکل د حل او اسانتیا لپاره جوړ شوي ډېر مثالونه لري کوچني مثالونه چې موږ ټول ورسره بلد يو د وينې د فشار اله، د وينې د قند د کتلو اله، الټراساونډ، ايم ار،ای، د نظر چشمې، ټيلي ميډيسن ،لېرز الې ،جراح روبوټونه،د بدن مصنوعي بيونيک غړي چې له مغزو سره وصل کېږي او د مغزو د سيګنالونو سره کار کوي د تودوخي او سړوالي احساس هم پرې کولای شئ.

د زده کړو په برخه کې انټرنېټ يوه ښه او مهمه وسيله ده چې د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره بېلابېل سايټونه کې معلومات پلټې او يا یې په ساده توګه په ګوګل کې يوه موضوع سرچ کوې، انلاين په پوهنتونونو کې داخله کوي مضامين او کورسونه درته رالېږي او له همدې ځايه ازموينه ورکوې او نور.

د اړيکو په برخه کې ټيکنالوجي اغېز هم ډېر بارز او بېخي روښانه دی چې موږ کولای شو له خپلو ملګرو او دوستانو سره د نړۍ په هر کونج کې غږيږو، ويډيويي اړيکې ونيسو او خپل عسکونه ،ويډيوګانې، ډېټا معلومات او نورو شيان ورولېږو او هم یې تر لاسه کړو.

د بانکداري په برخه کې يې روښانه مثالونه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مياشتنۍ تنخوا وصول کول او د اې ټي ايم ، اکاونټ جوړولو، ماسټرکارټ ويزا کارټ د موبايل له لارې بانکداري ، حساب کتل او چاته د پېسو لېږد رالېږد او Mobile Pay یې ژوندي مثالونه دي.

د کرنې په برخه کې د ټيکنالوجي اغېز خو موږ ټولو ته معلوم دی چې له پخوا څخه چې د درمندونو اخيستلو به ورځې او اوونۍ وخت نيوه اوس يوازې ورځې او څو ساعتونو ته را رسېدلی دی ، دا هغه محسوس واقعيتونه دي په افغانستان کې که نه په نړۍ کې په دې اړه ډېر پرمختګ شوی دی او ډېر وخت ځينې کرنيز روبوټونه د کښت او کروندو سروې، او ناروغۍ معلوموي ډېری مشکل حل کوي او په دې اړه يې جالبې او سپړستان له نورو هېوادونو شاته پاتې دی خو د حمل و نقل د لومړنۍ وسيلو په توګه له سايکل، موټرسايکل او بيا له موټر سره خو ټول بلد يو او معلومداره خبره ده چې زموږ د ژوند په اسانتيا، د وخت له ډېر مصرفيدا او هدف ته په ژر رسېدلو کې یې واضح رول دی، له هغه وروسته الوتکې ، چارج کېدونکي موټر چې اوس نړۍ تجربه کوي او بې ډرايوره موټرې بې سون توکو اوبې پيلوټه الوتکې او فضايي بېړۍ يې نور هڅې دي چې نړۍ پرې لګيا ده او يو وخت به موږ هم ترې برخمن شو .

ښوونيزه ټيکنالوجي چې له اورېدنيو ،ليدنيو وسايلو څخه بحث نه کوي او د کمپيوټر او راډيو له لارې زده کړه هم ترې مراد نه ده، بلکې په عمل کې د زده کړيزو او ښوونيزو پروګرامونوداسې عیارول ، جوړول او پنځول دي چې زده کړه په ښه ډول، موثر او اغېزمنه تمامه شي.

ټیکنالوجي د ذهن په روښانولو کې ونډه لري او له بدوي فکر څخه مو ژغوري / د نړۍ ، هېواد او خلکو په اړه مو فکر بدلوي. / ژوند روښانه کوي / ژوند اسانه کوي، / زده کړه او تعليم ورسره دلچسپ کېږي / اړيکې، ارتباطات او لېږدرالېږد ورسره اسانه کېږي / کار اسانه کوي./ د پرمختګ او هدف او موخې ته ژر رسېږو / سات تېری او تفريح هم پرې کولای شو / ښه مثبت فکر ته مو هڅوي/ د انساني تلفاتو مخنيوی کوي/ فارغ وخت ډکوي / پېراو پلور اسانه کوي / شفافيت او پروخت د کار سرته رسېدنه / د ناروغيو کمښت / د نړۍ له حالاتو په هماغه شېبه خبرېدل/ د اقتصادي، فرهنګي ، علمي او ټولنيزو مناسباتو د جوړولو لپاره/ د نړيوالې سولې، د خپل هېواد د تاريخ څخه دخبراوي لپاره یې کارولی شو او هم نور برخو کې بلا ډېر مثبتې اغېزې لري.

دا چې ټيکنالوجي مثبتې اغېزې لري منفي خواوې هم لري چې ځينې يې دادي

د بشري ځواک کم استعمال او په پايله کې بې کاري او ناروغي / د ټيکنالوجيکي توکو له استهلاک وروسته دچاپېريال چټلي او له کارولو څخه یې په ځينو مواردو کې د هوا تودوخه / له پنځونې او ابتکار څخه د بشر په شاه ټېل وهل او ټوله تکيه په ټيکنالوجيکي توکو کول.

د بېلابېلو الو د برېښنايي سيګنلونو شتون چې د غوږ او مغزي تومور ناروغي پيدا کوي لکه د موبايل د شبکو څپې يا د وای فای څپې./ ذهني پرېشاني / ډېر بوخت ساتل / د یادښت کمزوري کول ( په هغه صورت کې چې ټوله تکيه په دې توکو وکړو) / منفي جنسي اړيکو ته د ځوانانو ور هڅول (په ځانګړي ډول ځينې ويب سايټونه)/ له ټولنيزو چارو د يوه شخص اچول په خاصتاً ټولنیزې رسنۍ.

په افغانستان کې د ټيکنالوجي پرمخيون ډېر کمزوری او سوکه دی بيا په پښتو ژبه کې له بده مرغه هېڅ داسې ويب پاڼه/ ورځپاڼه او يا اخبار نه لرو چې په پرلپسې توګه دې هره ورځ يا اوونۍ په نړۍ کې د روان ټيکنالوجيکي بدلونونو او پنځونو په اړه معلومات وړاندې کړي او يا دې خلک د ټولنیزو رسنيو ، راډيوګانو او يا تلویزيونونو له لارې وپوهوي. په دې اړه لومړنۍ ، بنسټيزه او اصلي اړتيا چې ټوله ټيکنالوجي پرې استواره هغه برېښنا ده که څه هم په ځينو کوچنيو ټيکنالوجيکي توکو د اشباع کولو لپاره يې هغه لمريزه برېښنا چې په دوديز ډول يې افغانان کاروي بسنه کوي خو د منځنۍ کچې د ټيکنالوجي او يا څو ډوله توکود چارج او چلښت لپاره بسنه نه کوي.

څه ډول خلک د‌ټيکنالوجي کارونې ته وهڅوو؟

د ټيکنالوجي ګټې او مزاياوې بيانول/ په دې اړه بېلابېل پروګرامونه د مخابراتو اومعلوماتي ټيکنالوجي لخوا جوړول/ ټيکنالوجي نندارتونونه جوړول/ ځانګړې او مشخصې هڅې کول/ رادیويي او تلويزيوني پروګرامونه او ټيکنالوجي د تبليغ لپاره ويب سايټونه جوړول/ سوداګر او تجاران هڅول چې دا ډول ټيکنالوجيکي توکي وارد کړي ددې پرځای چې د ماشومانو لپاره پلاستيکي توپکې او تومانجې واردوي بايد کوچني د ګېم کولو الې او نور ارزان بيه ټيکنالوجيکي توکي وارد کړی چې هم ماشوم ذهن وده وکړي او هم تشنج ته ونه هڅول شي.

او په نړۍ کې د ټيکنالوجي په اړه د خبرونو، پرمختیاوو، بدلونونو، هڅو او پنځونو په اړه څو مشهور ويب سايټونه چې هره ورځ په نړۍ کې ميليونونه ليدونکي لري لکه : (سي نېټ/ د نيکسټ ويب / ډيجيټل ټرېنډ/ ټيک مي مي / ميشبل/ ګېزموډو/ ټيک کرانچ/ زي ډي نيټ او نور….ډي.

پای