ټپه او ټپیزه

څیړنه: عبدالهادي صادق 

ټپه:

      دایو منلی حقیقت دی چې پښتو ټپه نه یواځې په ختیځو ادبیاتو بلکې نړیوالو ادبیاتو کې هم ساری نلري، همدا ټپه ده چې په دوه نیم بیتيوکې چې لومړی  نهه څپې او دویم یی دیارلس څپې دی تر همدې یو قانون لاندې یو مفهوم په بشپړ مانیزقووت سره څرګندوي، چې تر ډیره ورته (سیند په کوزه کې ځایول) بیلګه کارول کیږي دا ددې لپاره چې مانا یې ډیره څرګنده ده او هیڅ تشریح او تفسیر ته اړتیا نلري.

لکه:

ستابه واده زما به مرګ وي

ستا به ډولۍ زما به کټ خاوروته وړینه

ولې دې بدراسره وکړه

زما همدغه هیله وه چې یار لرمه

سپوږمیه سر وهه راخیژه

یارمې دګلو لو کوي ګوتې ریبینه

      ټپې ته لنډۍ او مسره هم ویل شوې او د ادبپوهانوپه وینا داولسي ادبیاتو ددغه ځانګړي ژانر هره نومونه ځانته اړخ لري؛ ټپه ځکه ورته وایې چې په لوړ اواز په خوند او جذبې سره یې دویوونکي اواز ټپیږي (ټیټیږي)، لنډۍ يې پدې بولي چې دقوي او اغیزلروونکې مانا په لحاظ د لنډي مار(لویشتکي مار) په څیر ده؛ ځکه چې که هغه څوک وچیچي رغیدل یې بیا نشته او مسره ورته پدې وایې چې دمسرۍ تورې په څیر تیره وي(دمانا په لحاظ په اوریدوونکې زیاته اغیزه کوي).

ټپیزه:

      ټپیزه چې دمعلوماتو له مخې په کوزه پښتونخواکې د (ټپه یئزه) په نامه هم یادیږي په دې وروستیو کې دیوشمیر شاعرانو له خولې راوتلې چې په سرکې یې دمحمد حنیف حیران، رحیم الله ارماني او بختیار تلاش نومونه یادولی شو، خو داچې ژوندیې نوی پیل کړی نو په اړه یې نه تر دې دمه هراړخیزې څیړنې اونه هم دنظر پریکړنده یووالی شته.

په دغه ژانرکې سربیره دټپې ددوه نیم بیتیو درې لنډ نور نیم بیتي هم ورزیات شوي، چې دې سره ټپیزه په پنځو نیم بیتيوبشپړه شوې، چې څلوریې لنډ(نهه څپیز) او یووروستی یې اوږد (دیارلس څپیز دی).

لکه:

جانان مې وايي لیـــــــــــــونى يې
اوس مې خپل نه يې ته پردى يې
د صحرا ګل يې صــــــــحرانى يې
ته د يوې ورځې ســـــــــــــپرلى يې
زه به تر کومه انتظار درته کــــــــــــــــــومه

ایادټپیزې رامنځته کیدل یو نوښت او ابتکاردی؟

       زما په اند نوښت یې نشو بللی؛ ځکه ټپیزه په جوړښت کې خپلواکه نده، په جوړښت کې یې ټپه یوه اساسي  برخه ده، چې بې له ټپې نیمګړې ده، هغه وخت به مو نوښت او ابتکار ګڼلی وای چې ټپې سره یې کومه اړیکه نه در لودای او په یوه ځانګړې بڼه را څرګنده شوې وای، دومره ویلای شو چې دایوه خوندوره زیاتونه ده، دا چې له ټپې ولې ټپیزه را وزیږیده او تر دې دمخه ولې ورته دچا پام نه وو؟

ښایې دا پوښتنه بیلا بیل ځوابونه را څرګند کړي، خوټپیزه دټپې بدرګه کولولپاره یوه ښه زیاتونه بولم.

 

دټپیزې جوړښت او مانیزاړخ:

     داچې ټپیزه لا دځوانۍ په دوران کې ده نو په اړه یې په ځانګي ډول دبڼې یاجوړښت په تړاؤ تراوسه داسې کومه څیړنه نه ده شوې چې پریکړنده لاره ور په ګوته کړي، خودا چې دټپیزې سرچینه له ټپې ده نو تر ډیره داسې ویل کیږي چې ټپیزه دټپې په منځ کې دلومړي لنډ(نهه څپیز) او دویم اوږد(دیارلس څپیز) نیم بیتيو تر منځ دلومړي هغه په څیر ددرېو نیم بیتيو زیاتیدو سره بڼه خپله کړې لکه دبختیار تلاش دابیلګه:

 

مسافري مه کړه جــــــــانانه

عبس خواري مه کړه جانانه

چاته زاري مه کړه جــــــانانه

راځه سختي مه کړه جـانانه

مينه به کړو خداى به روزي رارسوينه

داهم درحیم الله ارماني ورته بیلګه:

تا به ګیلی راته کولې

مابه هم ورو، ورو اوریدلې

خواته به راغلې غلې، غلې

لکه سیسۍ باران وهلې

اوس چې دې پریښوم ګیله خود درته کومه

     ریښتیا هم که له پورتنۍ ټپیزې دټپې (دپیل او پای) برخه جلا کړو نو پورتنۍ وینا دټپیزې دجوړښت په اړه درسته ده؛ ځکه چې دلته له ټپیزې د ټپې راجلاشوې برخه (پیل او پای) هم دلنډۍ اصل پر ځای کوي او بشپړه مانا ورکوي لکه:

مسافري مه کړه جــــــــانانه

مينه به کړو خداى به روزي رارسوينه

      خو کله چې ما یو شمیر ټپیزې ولوستلې زیاته برخه یې دپورته یادې شوې بڼې پر خلاف ده هغه داسې چې که له هغوی (دسر او پای) نیم بیتي دلنډۍ داصلي برخې په توګه را جلا کړو نو هیڅ مانیز تړاو به را منځته نکړي لکه د بختیار تلاش دا ټپیزه:

څوک په دنيا باندې ميــــن شي
څوک په ښکلا باندې ميـن شي
ځینې ليلا باندې ميــــــــــــن شي
که څوک په ما باندې ميــن شي
زه به يې پټ د زړه په تل کې ګــــرځومه

داهم درحیم الله ارماني دورته ټپیزې یوه بیلګه:

لا لیه دادې خوشالي ده

چې مې آبۍ په برلښتي ده

کورته راځه نیا مې راضي ده

باران دځمـــــکې ابـــادي ده

شیرینـــه یاره زه پــه تـــا ابــــاده یمــــــــــه

اوس که له لومړۍ ټپیزې دټپې (دپیل او پای) برخه راجلا کړو نو دواړه ټپې به هیڅ مانیز تړاو سره ونلري لکه:

څوک په دنيا باندې ميــــن شي

زه به يې پټ د زړه په تل کې ګــــرځومه

       پورتنۍ لنډۍ وګورۍ چې مانیز یووالې لا څه چې خلاف دي (هغه څوک چې په دنیا مین شې بیا نو ناممکنه ده چې خپل مین دې ورته د زړه په تل کې ځای ورکړي).

دوېمې بیلګې ته هم ځیر شئ:

لا لیه دادې خوشالي ده

شیرینـــه یاره زه پــه تـــا ابــــاده یمــــــــــه

       نودې نتیجې ته رسیږو چې په پورتنیو ټپیزو کې دهغه نظر خلاف چې ګواکې (دټپې په منځ کې دې دلومړي هغه په څیر درې نیم بیتي ورزیات شي) دټپې له لومړي نیم بیتي تر مخه زیاتونه شوې چې دلته  اوس دټپیزې وروستي دوه (لنډ او اوږد) نیم بیتي یو له بله سره مانیز تړاوخپلوي لکه:

که څوک په ما باندې ميــن شي
زه به يې پټ د زړه په تل کې ګــــرځومه

باران دځمـــــکې ابـــادي ده

شیرینـــه یاره زه پــه تـــا ابــــاده یمــــــــــه

      سربیره پر دغو دوو جوړښتونو ځنې داسې ټپیزې هم زما مخې ته راغلې چې مانیزتړاؤ یې د پورتنیو ذکرشویو دواړو جوړښتونو سره اړخ نه لګولو؛ مانا داچې دټپیزې دوروستي دیارلس څپیز نیم بیتي (دټپې اصلي برخې) سره چې مانیز یووالی باید ولري دهمدې ټپیزې دریم نهه څپیز نیم بیتی دی. دبیلګې په تو ګه دښاغلي رحیم الله ارماني له ټولګې څخه دا ټپیزه:

نیولې ما دکلي لاره

ستړی دې کړم له انتظاره

راشه وریتې سلګۍ مې شماره

راځې که نه دمینې یاره

بې وفاستا په یاد یې هروختې وهمه

       له پورتنۍ څیړنې داسې څرګندیږي چې تردې دمه د مانیزتړاؤ له مخې دټپیزې جوړښت دکوم ځانګړي شکل تابع ندی.

پرټپه دټپیزې اغیزې:

      زما په اند پر ټپه به دتپیزې اغیز ناممکن وي؛ ځکه همدا ټپه ده چې ټپیزې ته یې قووت اورنګ ورکړی او خپل بشپړ اغیز یې پرې ساتلی دی، ټپه اوس هم په ټپیزه کې لکه دشاتو مچیو د ملکې ځای لري او همداراز ټپه دلته دیو اساس او بنسټ په توګه ګڼل کیږي، خو بر عکس دا ویره شته چې که یې شاعران کمزوریو ته پاملرنه ونکړي او یوازې دلنډیو خپل ملکیت ګرځولو په هڅه کې شي نوشاید ټپیزه هم تر یوڅه وخت وروسته دهایکو په څیر مینه وال له لاسه ورکړي، سر له همدا اوسه داسې انګیرنې شه چې ټپیزه دلوستوونکو یا اوریدوونکو تلوسه اوږدوي، وخت یې ضایع کوي او اصلي هدف ته یې ژر نه نږدې کوي، نو ځکه یی دومره ګټوره هم نه بولي پدې اړه د ښاغلي ارماني داټپیزه ولولۍ چې وایې:

لا لیه ژر په منډه راشه

نن مازیګر په منډه راشه

یمه اوتر په منډه راشه

بس دی سفر په منډه راشه

په دې نیمګړي ژوندون ډیر ستومانه یمه

یا دا بیلګه:

ویر او ژړادې راپسې شوه

سبا بیګا دې راپسې شوه

توره بلادې راپسې شوه

یاره ښیرا دې راپسې شوه

دلیونو غوندې په ځان خوله لګومه

      پورتنۍ ټپیزې ته که وګورونو وړاندې شوې اند یښنې پرځای دي؛ ځکه اړتیابه مو څه وي چې په خواریو له شړومبو راټول شوي کُچ بیرته په شړومبو ورګډ کړو، اوس نو یو ځل بیا دې نتیجې ته رسیږوچې ټپه په خپله داسې یو جوړښت دی چې دمانا له پلوه هیڅ تشریح او سپړنې ته اړتیا نلري او داچې اړتیا نلري نو دټپیزې اغیزهم پرې ناممکن دی.

دټپیزې ښیګڼې اوبدګڼې:

     که څه هم ټپیزه لږ وخت کیږي چې رامنځته شوې او ښایي پوخ والي ته درسیدو پړاوونه ووهي، خو له ځانه سره اولسي ادبیاتو (فلکلور) ته ځینې عمده ښیګڼې او بدګڼې هم د ځان سره لري.

۱-  ښیګڼه یې دا ده چې ګڼ شمیر ټپې به دټپیزې په جامه کې دچاپ په بڼه راووځې (که څه هم ټپې تر دې دمه خوله په خوله او سینه په سینه رارسیدلي دي) چې دا بیا دوه ګټې لري یو داچې له ورکیدو به یې مخنیوی وشي اوبل داچې ډیری پخوانۍ ټپې به هم یو ځل بیا دخلکو یاد ته ور ولویږي ځکه چې شاعران یې کوښښ کوي چې په ټپیزو کې یې راوړي.

۲-  بدګڼه به یې داوي لکه څنګه چې ویل کیږي ټپه داولس مال دی په فردي توګه چاته منسوب نده           (دچاملکیت ندی) اونه یې هم شاعر څرګند دی، خو ګڼ شمیر ټپې اوس دټپزې په بڼه شاعران ځاتنه منسوبوي او دخپل ملکیت په تو ګه دچاپ بڼه ورکوي، لکه د ارماني صیب له ټولګې دا بیلګه:

منصورته وایه دارته وایه

ښکلي دلبر نګار ته وایه

دهجر شپې سهارته وایه

رویباره زرشه یار ته وایه

په تبه پروت ارماني تا ډیر یادوینه

       زما په اند که څه هم دټپو ساتل په ټپیزو کې دشاعرانو دسیالۍ په وجه ګټورکاردی، خو بلخوا به ټپه هم دکمزورۍ او پیکه والي لور ته ورسوي؛ ځکه هر شاعر به په خپلو ټپیزو کې ورته ټپې بیا، بیا راوړي ترڅو یې مجموعه پیړه راشي.

سپارښتنه:

      زه دټپیزې مخالف نه یم، خو دیو کره او باکیفیته ژانرپه توګه که لږ تر لږه دغه ټکي په نظر کې ونیول شي نو ښه به وي:

۱- دټپې اصل ته پکې پام لرنه وشي.

۲-  ټپیزه باید په معنوي لحاظ ورځ تر بلې غښتلې شي، نه داچې دپسرلي بارن ترې جوړ شي.

۳- شاعران یې کیفیت ته پر کمیت غوره والی لپاره ټپو له بیا، بیا راوړلو مخنیوی وکړي.

۴- پر ټپه دور زیاتیدوونکو نیم بیتیو مانا او مفهوم ورته او دومره کمزوری نه وي چې لوستوونکی یا اوریدوونکی له لاسه ورکړي.

۵-په هره ټپیزه کې دنوم له راوړلو باید ډډه وشي.

۶- دټپیزې په جوړښت کې باید دټپې اصلي برخې ته یومشخص ځای ور کړل شي؛ زما په اند دلوستل شویوټپیزو څخه په نتیجه که ټپه په ټپیزه کې وروستی ځای خپل کړي (پر ټپه ورزیاتیدوونکي درې نیم بیتي دټپې له اصلي او هم مانیزې برخې مخکې راشي) ددې ګته به داوي چې له اوریوونکو به یې مانیز تړاؤ نه پرې کیږي لکه:

که څه هم لرې له مالــت وي
له نورو ښکلو يې نفرت وي
په زړه يې يو سره الفــت وي
په جينکو کې دا عادت وي
لوګى بانه کړي ژړا يار پسې کوينــــــــه

 

خوکه نوموړي نیم بیتونه دټپې په منځ کې راشي، دلومړي او پنځم نیم بیتي تر منځ د مانیز تړاؤ ساتل به اوریدوونکو لپاره یوڅه ستونزمن وي.